د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کروناویروس مثبتو پېښو کچه ټيټه شوې ـ روغتیا وزارت


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، نسبت د کوچني اختر وروستیو دوو اونیو ته اوس مهال په هیواد کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو کې کمووالی راغلی دی.

د روغتیا وزات ویاند اکمل سمسور نن دوشنبه جولای ۱۳ چنګاښ۲۳) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې اوس مهال په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو فیصدي د ۳۰ او ۴۰ سلنې ترمنځ ده.

هغه وویل چې د تیر کوچني اختر تر لومړیو دوو اونیو وروسته د کرونا ویروس د مثبتو پېښو فیصدي د ۵۰ او ۶۰ سلنې ترمنځ وه.

هغه وویل چې افغانستان اوس په ښه وضعیت کې دی، خو ټینګار یې وکړ که چیري افغان په راتلونکي لوی اختر کې د روغتیا وزارت لارښوونې مراعت نه کړي، د کرونا ویروس پېښې به یو ځل بیا زیاتې شي.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې مثبتې پېښې

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۵۴ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي او ۲۸ نور ورڅخه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن دوشنبه جولای۱۳(چنګاښ۲۳) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۸۸۳ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۵۴ یې مثبت او پاتې منفي ثابت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس اخته کسانو شمېر ۳۴۶۰۵ تنو ته پورته شوو.

له یادو پېښو څخه ۷۸ په کابل، ۴ کندهار، ۴ پکتیا،۱۱ بامیان،۸ ننګرهار،۳ بلخ، ۱ نیمروز،۳ پروان،۱۱بدخشان،۲۶ دایکندي،۱ هلمند، ۱ پنجشېر او یوه هم په زابل ولایت کې ثبت شوې ده.

د افغانستان روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې د هیواد په څلورو ولایتونو کابل، کندهار، پکتیا او هلمند کې د کرونا ویروس له امله ۲۸ تنه مړه شوي دي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۰۳۸ تنو ته پورته شوو.

همدارنګه۶۴ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۱۲۸۰ تنو ته پورته شوو.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د دوشنبې تر سهار جولای۱۳ (چنګاښ۲۳) پورې ۵۶۹۱۱۷ کسان مړه کړي او نژدې ۱۳ میلیونه نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG