د لاس رسي وړ اتصالات

تیر ۲۴ ساعتونه افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۱۲مثبتې پېښې ثبت شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۱۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن چهارشنبه جولای ۲۲ (زمري۱) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۳۷۷ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۱۲ یې مثبت ثابت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۳۵۷۲۷ ته ورسېد.

له یادو پېښو څخه ۴۳ په کابل، ۳۲په هرات، یوه ننګرهار، ۳ بادغیس،۷ غزني، ۵ لغمان، ۲۰ غور او یوه هم په کونړ ولایت کې ثبت شوې ده.

د افغانستان روغتیا وزارت همدارنګه ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل او غزني ولایت کې د کرونا ویروس له څلور تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۱۱۹۰ تنو ته پورته شوو.

همدارنګه په تیره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس څخه ۱۶۸تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر۲۳۹۰۷ ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې پیدا شوو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن چهارشنبې تر غرمې جولای ۲۲(زمري۱) پورې په نړۍ کله د کرونا ویروس له امله ۶۱۶۷۶۳ تنه مړه شوي او نژدې ۱۵ میلیون نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG