د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ۴۳ تنه نور په کروناویروس اخته شوي ۴ مړه شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۳ تنه په کروناویروس اخته شوي او ۴ تنه نور مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن سې شنبه اګست ۱۸مه (زمري ۲۸مه) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۳۸۴ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۴۳ یې مثبت ثابت شوي دي.

له یادو پېښو څخه ۱۲ په کابل، ۲۹ هرات، ۱ بلخ او یوه هم په بدخشان ولایت کې ثب شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په هیواد کې په کروناویروس اخته کسانو شمېر ۳۷۷۱۹ تنو ته پورته شو.

په تیره یوه او شپه ورځ کې یوازې په هرات ولایت کې د کروناویروس له امله ۴ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۳۸۱ تنو ته ورسېد.

روغتیا وزارت زیاتوي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۲ تنه بیرته له کروناویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۷۳۱۶ تنو ته پورته شوو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته د نړۍ نورو برخو ته په چټکۍ سره وغځېدی.

د امریکا د جان هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په نړۍ کې تر دامهاله څه باندې ۲۱ میلیون تنه په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې ۷۷۴نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG