د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د کرکټ لوبغالي پرانیستلو مراسمو کې د زرګونو خوستیانو ګډون


د کرکټ بورډ د مسوولينو په وينا پر دغه لوبغالي ۶۲ ميلونه افغانۍ ‎‎‎ لګښت راغلی دی
د کرکټ بورډ د مسوولينو په وينا پر دغه لوبغالي ۶۲ ميلونه افغانۍ ‎‎‎ لګښت راغلی دی

په خوست کې د کرکټ لوبغالی تر جوړېدو وروسته نن د جمعې په ورځ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې لسګونو زرو عامو خلکو هم په کې ګډون کړی و، د کرکټ ملي لوبغاړو ترمنځ د يوې دوستانه لوبې په ترسره کولو سره پرانستل شو.

د کرکټ بورډ د مسوولينو په وينا پر دغه لوبغالي ۶۲ ميلونه افغانۍ ‎‎‎ لګښت راغلی، چې په ۳۰ جريبه ځمکه د يو نيم کال په موده کې يې د جوړېدو چارې تکميل شوې.

د لوبغالي پرانستې مراسمو ته پر ځايي چارواکو سربېره د ولسي جرګې ځينو غړو، د کرکټ بورډ مسوولينو او د خوست له مختلفو سيمو راغلو شاوخوا څلوېښتو زره خلکو ګډون کړی.

په خپله لوبغالی د پنځو زرو ننداره چيانو د ځايولو وړتيا لري، خو له دې امله چې د خوست شمېر زيات دی، په لسګونه زره ننداره چيان لوبغالي ته له ننوتو پرته خپلو کورونو ته ستانه شول.

د افغانستان د کرکټ بورډ رئيس ښاغلي عاطف مشعل مراسمو ته په وينا کې ژمنه وکړه، چې هم به لوبغالی پراخ کړي او هم به د ننداره چيانو لپاره ټولې اړينې اسانتياوې برابرې کړي.

ښاغلي مشعل وويل " زه د خوست له خلکو سره کلکه ژمنه کوم چې دا لوبغالی به په عادي ډول د ۳۰ زره ننداره چيانو وړتيا ولري. موږ کلکه وعده کوو، چې لوبغالی به څو چنده د ننداره چيانو لپاره پراخ کړو".

د خوست والي حکم خان حبيبي وويل، چې د کرکټ د مينه والو نننۍ راټولېدنه ددې څرګندونه کوي، چې افغانان له جګړو ستړي شوي او د دايمي سوکاله ژوند په لټه کې دي.

هغه له مرکزي دولت څخه وغوښتل، چې نه يواځې د سپورت، بلکې د خوستيو ځوانانو لپاره په مختلفو برخو کې د سالمو مصروفيتونو زمينې برابرې کړي.

د خوست د کرکټ لوبغالي د پرانستې په ياده دوستانه لوبه کې د ملي او ۱۹ کلنو د ټولو لوبغاړو ترڅنګ ناراضه لوبغاړي شاهپور ځدراڼ او شفيق الله شفق هم ګډون کړی دی.

XS
SM
MD
LG