د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: کندز کې د ملکي تلفاتو په اړه راپورونه خواشینوونکي دي


د کندز د حوزوي روغتون مسولین وايي د دشت ارچي د برید له ځایه دغه روغتون ته اوه جسدونه او ۵۷ ټپیان وروړل شوي دي
د کندز د حوزوي روغتون مسولین وايي د دشت ارچي د برید له ځایه دغه روغتون ته اوه جسدونه او ۵۷ ټپیان وروړل شوي دي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما وايي د کندز د دشت ارچې په بمبار کې د ملکي تلفاتو په اړه "راپورونه خواشینوونکي" دي.

یوناما په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي دي چې د بشري حقونو ډلې په سیمې کې دي چې د پېښې په اړه حقایق پیدا او راټول کړي.

یوناما د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې ملکیانو ته زیان ونه رسوي.

د تلفاتو ضد او نقیض ادعاوې

کندز د دشت ارچي په ولسوالۍ کې د دوشنبې د ماسپښین د شوې بمبارۍ په پایله کې د پیښې شوې مرګ ژوبلې په اړه د ۲۴ ساعتونو د تیریدلو وروسته هم د دغې پیښې د قربانیانو دقیق شمیر او هویت څرګند نه دی.

د کندز روغتیایي مسولین وايي چې د دشت ارچي ولسوالۍ په پرونۍ پیښه کې اوه تنه وژل شوي او ۶۱ تنه نور چې ۱۵ ماشومان هم شامل دي ټپیان شوي دي.

د کندز په ولایت کې سرچینې دا شمیرنې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پورې مربوطې ګڼي، خو دا چې په دې برید کې څومره طالب وسله وژل شوي او یا هم ټپیان شوي تراوسه یې په اړه دقیق معلومات نشته دی.

یو شمیر کلیوالو خبریالانو ته ویلي چې د دې پیښې په لسګونو قربانیانو خاورو ته سپارلي، خو دا راپورونه په خپلواک ډول نه دي تائید شوي.

افغان ځواکونو د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د دفتاڼو په کلي کې د "وسله والو طالبانو په یو غونډې" برید وکړ. د کندز د حوزوي روغتون مسول ډاکټر محمد نعیم منګل په یو مطبوعاتي کنفرانس ته په وینا کې وویل، چې تر پرون ماسخوتنه هغوی ته ۵۷ ټپیان وروړل شوي دي.

هغه زیاتوي چې د دشت ارچي له بمبارۍ څخه د دوی روغتون ته اوه جسدونه هم وروړل شوي دي. ډاکټر منګل وايي چې په ټپیانو کې ۱۵ ماشومان او نور لویان دي.

د دشت ارچي او حاجي نعیم جان د کلي د کلینکونو مسولینو امریکاغږ ته وویل چې دوي ته رارسیدلي ټول ټپیان له لومړنیو عاجلو مرستو وروسته د کندوز حوزوي روغتون ته لیږلي دي.

د دشت ارچي د بازار د کلینک مسول ډاکټر فرید خیبر وویل چې د دوي له کلینک څخه دوه جسدونه کورونو ته وړل شوي او پاتي ټپیان یې کندز ته لیږلي دي. د امام صاحب د ۵۰ بستره روغتون اداري مدیر محمد انور فرید وايي چې دوی ته دوه تنه سرسري ټپیان ورغلي وو، چې له پانسمان څخه وروسته رخصت شوي دي.

د کندز ولایت د والي ویاند نعمت الله تیموري وايي چې په دغه برید کې ۳۵ وسله وال مخالفین چې د تاجکستان او ازبکستان اتباع هم په کې وو ټپیان او وژل شوي دي.

په کندز کې د شلمې فرقې ویاند غلام حضرت کریمي امریکاغږ اشنا راډیو ته ویلي وو چې په برید کې د مخالفو وسله والو ۱۵ لوړپوړي کسان وژل شوي چې د کویټې د شورا غړي هم په کې شامل دي، او لس تنه نور یې ټپيان شوي دي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې په دې برید کې د خپلو وسله والو وژل رد کړي او ادعا یې کړې، چې د بمبارۍ له امله تر ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

دا پیښه د کندز ولایت د دشت ارچي په هغه سیمه کې شوې، چې د افغان حکومت تر کنټرول بهر ده.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG