د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنیزو کمیسیونونو نويو کمیشنرانو لوړه وکړه


اوه تنه نوي کمیشنران د ټاکنو خپلواک کمیسیون او پنځه تنه نور د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته غوره شول
اوه تنه نوي کمیشنران د ټاکنو خپلواک کمیسیون او پنځه تنه نور د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته غوره شول

د افغانستان ولسمشر د ټاکنیزو کمیسیونونو لپاره د ۳۶ نوماندانو له ډلې اوه تنه د ټاکنو خپلواک کمیسیون او پنځه تنه نور د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون لپاره غوره کړي، چې نن یې د لوړې مراسم پر ځای کړل.

په دغو دولسو کسانو کې چې ټاکنیزو کمیسیونونو ته د کمیشنرانو په توګه غوره شوي، درې ښځې هم شاملې دي.

نجیب‌الله احمدزی، عبدالقدیر قریشي، ملیحه حسن، وسیمه بادغیسي، معاذالله دولتي، رفیع‌الله بیدار او گلاجان سید د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کمیشنرانو په توګه غوره شوي دي.

همدا شان غلام‌دستگیر هدایت، عبدالبصیر فایز، علي‌رضا روحاني، حمیرا حق‌مل او عبدالعزیز آریایي د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته غوره شوي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې له مراسمو وروسته وویل، دا کسان د یوې شفافې پروسې له لارې د ټاکنیزو کمیسیونونو د کمیشنرانو په توګه غوره شوي دي.

د ښاغلي غني پر وینا ټاکنیزو کمیسیونونو ته وړ کسان غوره شوي، چې له مخې به یې راتلونکې ټاکنې په شفافه توګه ترسره شي او پر دغو کمیسیونونو باندې به بیرته د خلکو باور ترلاسه شي.

ولسمشر غني د ټاکنیزو کمیسیونو پر خپلواکۍ ټینګار وکړ او ویې ویل "خلک د ټاکنیزو کمیسیونونو له غړو څخه تمه لري، ترڅو چاته په خپلو چارو کې د مداخلې اجازه ورنکړي او خپل مسولیت د اساسي قانون پر بنسټ ترسره کړي".

د افغانستان له ټاکنو څخه د څار یو شمیر بنسټونه په دې باور دي، چې د کمیشنرانو د غوراوي کمیټې په شفافه توګه کار نه دی کړی او تر ډیره بریده یې د دولت په خوښه جمهوري ریاست ته د ټاکنیزو کمیسیونونو لپاره کسان غوره کړي دي.

افغان ولسمشر وویل، ټاکنیز کمیسیونونه باید پر وخت له رسنیو سره معلومات شریک کړي تر څو د ټاکنو چارې په شفافه توګه ترسره شي.

د افغانستان په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو راوستل د ملي یووالي حکومت د سیاسي موافقې یوه مهمه ماده وه، چې له شاوخوا دوه کلن ځنډ وروسته عملي شوه.

XS
SM
MD
LG