د افغان پست ادارې د لومړي ځل لپاره په انلاین بڼې د بېلابېلو اسنادو په برخې کې د خدمتونو وړاندې کلولو سیستم پرانیسته.
د دغه سیستم د جوړ شوي اپلیکیشن له لارې اکاډمیک اسناد، پېژند پاڼې، وثیقې او د نورو اسنادو خدمتونه انلاین بڼې ته اړوي او د چارواکو په وینا اداري بیروکراسي رالنډوي.
د افغان پست ادارې مشر وحید ویس نن یکشنبه اپریل۴ (وری ۱۵) خبریالانو ته وویل چې اوس مهال د دغه سیستم په واسطه یوازې د بهرنیو چارو وزات ته اړوند د اسنادو چارې پر مخ ځي او په راتلونکي کې به نورو ادارو ته وغځول شي.
هغه زیاته کړه چې خلک کولی شي د وثیقو، اکاډمیک سندونو او برېښنایي پیژند پاڼو د اخیستلو لپاره یاد سیستم وکاروي.
د افغان پست مشر وايي چې دغې ادارې تر دې مه ۱۵۰ ډوله عامه خدمتونه په ډاګه کړي او په دغه سیستم کې ورته ځای ورکړل شوی دی.
له بلې خوا د افغان پست ادارې مرستیال عبدالهادي ذهین هم وویل چې که یاده اداره وغواړي دغه سیسټم د نورو دولتي ادارو سره ونښلوي ستونزه پکې نه را منځته کیږي.
د افغان پسټ نوي برېښنايي سیسټم کارولو لپاره ځانګړې اپلیکیشن جوړ شو چې په ځیرکو ټیلیفونونو، تبلیټ او کمپیوټرونو کې کارول کیږي.
له دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني نوی هجري لمریز کال د خپل هېواد د سیسټمونو ډیجیټل کولو کال بللی دی.
ارګ ویلي چې افغانستان د ژنیو ناستې وروسته ډیجیټل کول په لومړیتوبونو کې شامل کړي او ولسمشر اړوندو ادارو ته د دغه کړنې لپاره د میکانیزمونو د جوړولو حکم کړی دی.