د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت طالبانو ته پخپلو تازه لارښوونو کې ویلي چې د دغه وزارت د ځانګړو کسانو پرته د نورو وزارتونو او ادارو کارمندان د نظارت اجازه نلري.
یاد وزارت د دې ترڅنګ یو ځل بیا له خپلو افرادو څخه غوښتي چې له ډېرو استثنايي مواردو پرته د چا شخصي حریم، لکه کور، ټلیفون او الکترونیکي وسایلو ته داخل نشي.
یاد وزارت نن چهارشنبه جنورۍ ۱۲ (مرغومې ۲۲) همدارنګه ویلي چې د امنیتي او قضايي ادارو له امر پرته د خلکو، د دوکانونو، هوټلونو، تالارونو او حمامونو پلټل منعه دي.
په اعلامیه کې ویل شوي: "هیڅ څوک د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او یا بلې ادارې د کارمند په نامه په یادو ځایونو کې د ازالي منکراتو په نامه مداخله نشي کولای. البته! د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسؤلین د خپلو اصولو مطابق نظارت کولای شي."
د طالبانو د حکومت د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر جلب جذب او سمع شکایاتو» وزارت تر دې مخکې هم له خپلو افرادو څخه غوښتي و چې د چا شخصي حریم ته داخل نشي.
دغه وزارت د جنورۍ پنځمه (مرغومې ۱۵) همدارنګه له خپلو محتسبینو څخه غوښتي و چې د چا تیلیفونونه هم ونه ګوري.
یاد وزارت پخپلو تازه لارښوونو کې ویلي چې په ښه ډول د چارو پر مخ وړلو لپاره یوازې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ټاکل شوي کسان چې په دغه برخه کې لازمې زده کړه او روزنه تر لاسه کړې ده «امربالمعروف او نهی عن المنکر دنده» مخته ولاړی شي.
دا په داسې حال کېده چې په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا د خلکو د شخصي ټلیفونونو د چیک کولو په اړه شکایتونه راپورته شوي و.
یادو کسانو ویلي و چې په ټلیفونونو کې د دوی شخصي معلومات دي او باید د طالبانو لخوا ونه کتل شي.
د طالبانو د امر بلمعروف او نهی عن المنکر وزارت همدارنګه تیره اونۍ له خلکو څخه وغوښتل چې ږیري پريږدي او موسقي دي نه غږوي.
دوی همدارنګه له موټر چلوونکو څخه غوښتي و چې بې حجابه ښځې موټر ته ونه خیژوي او تر څه باندې ۴۰ مترو زیات دې نامحرمه ښځې انتقالوي.