د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د افغان تلویزونونو لپاره نوي مقررات وټاکل


د افغانستان رسنۍ
د افغانستان رسنۍ

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر، جلب جذب او سمع شکایات» وزارت د افغانستان د رسنیو او په خاص ډول تلویزونو لپاره نوي مقررات ټاکلي دي.

په دغو نویو اتو مقرراتو کې له ټولو رسنیو څخه غوښتل شوي دي چې خپلې خپرونې د «اسلامي ‌اصولو» سره برابرې کړي او «د شرعیت د اصولو او افغاني ارزښتونو خلاف» فلمونه نه خپروي.

په نویو مقرراتو کې همدغه راز ویل شوي دي: «هغه بهرني ‌او داخلي فلمونه چې د پردیو کلتور او عنعنات په افغانې ټولنه کې خپروي ‌او د ټولنې د بد اخلاقۍ سبب ګرځي باید نشر نه کړي.»

د طالبانو په نویو مقرراتو کې وضاحت ورکړل شوی نه دی چې د «اسلامي اصولو او کلتور» خلاف فلمونه څه ډول او کومې رسنۍ تر دې دمه خپاره کړي دي.

د افغانستان په خصوصي‌ تلویزونونو کې د ځینو نورو هېوادونو تر څنګ د پاکستان، ترکیې، ایران او هند فلمونه او ډرامې خپریږي.

تلویزونونو ته د طالبانو د امربالمعروف وزارت په نویو مقرراتو کې دا هم ویل شوي دي چې په خپلو «تفریحي ‌پروګروامونو کې باید چاته سپکاوی» ونکړي.

په افغانستان کې ځینې تلویزونونو تفریحي خپرونې لرلې چې معمولآ به یې په افغان چارواکو او د هغوی په کارونو باندې «سالم انتقادونه» کول.

همدغه راز طالبان وايي چې د «نارینه وو داسې فلمونه دې هم نه خپروي چې عورت یې په کې بربنډ» وي. په اعلامیې کې د «عورت» په اړه وضاحت ورکړل شوی نه دی.

طالبانو په تلویزونونو کې کارکوونکو نجونو او ښځو ته هم لارښوونه کړې ده چې د خپرونو په مهال «اسلامي حجاب رعایت» کړي، خو نه یې دي ویلي چې څه ډول اسلامي‌ حجاب. د افغانستان په تلویزونونو کې دا مهال ویاندانې او د خپرونو وړاندې کوونکې ټکري په سر او تر ډېره د افغانستان دودیز لباسونه په تن خپرونې وړاندې کوي.

طالبانو په تلویزونونو کې د هغو ډرامو په خپرولو هم بندیز لګولی دی چې «تمثیلونکي یې ښځې» وې. او د هغو سریالونو خپرول یې هم «مطلقآ منع» کړي چې «انبیاو یا صحابه کرامو تمثیل»‌په کې شوی وي.

د افغانستان په تلویزونونو کې د «یوسف پیغمبر» او «عمر» اصحب کهف» تر څنګ ځينې نور سریالونه خپرېدل چې د اسلام تاریخ یې بیانوه. دا ډول سریالونه عمدتآ په اسلامي هېوادونو کې جوړ شوي‌ او خپاره شوي چې په نړۍ او افغانستان کې ډېر مینه وال لري.

XS
SM
MD
LG