د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د پوليو نهمه پېښه په هلمند کې ثبت شوې


د روان میلادي کال په تیرو شپږ میاشتو کې د پولیو نهه پیښې ثبت شوي دي.
د روان میلادي کال په تیرو شپږ میاشتو کې د پولیو نهه پیښې ثبت شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا چارواکي، چې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍکې یو ماشوم چې څه باندې درې کاله عمر لري د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی دی.

د هلمند د کتلوي معافیت امر ډاکتر عصمت الله امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، ګوزڼ وهلي ماشوم دواړه پېښې فلج شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د ماشوم کورنۍ د نادعلي ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه کې ژوند کوي.

ډاکتر عصمت الله وویل"د دغه ماشوم کورنۍ۶ کاله وړاندې کوچانی ژوند در لود، خو اوس ځايي خلک دي او د نادعلي ولسوالۍ په یوه لرې سیمه باوړیو کې اوسیږي د ګوزڼ وهلي ماشوم دواړه پښې يې فلج شوي".

نادعلي د هلمند ولایت په شمال کې له نا امنه ولسوالیو څخه ده، چې د پوليو ضد کمپاینونه پکې د جګړو او د سړک دغاړې ماینونو له امله له ستونزو سره مخ دي.

د هلمند ولایت د کتلوي معافیت امر وایي، چې دغه ماشوم ۸ ځلې واکسین شوی د خو د امنیتي ستونزو له امله د پولیو واکسین د کمپاینونو څارنه په سمه توګه نه تر سره کیږي نو ځکه د واکسین کیفیت د قناعت وړ نه دی.

روغتیايي چارواکي وايي، د هلمند ولایت په ډیرو سیمو کې د واکسین پر کمپاین بندیز د پوليو د ناروغۍ د خپریدو خطر نور هم زیات کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یا یونیسف د پوليو د پروګرام ویاند سید کمال شاه وايي، په هلمند کې د پولیو د پیښې وېروس د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ له ویروس سره تړاو لري.

ښاغلي کمال شاه وويل" کله چې نوې پېښه رامنځ ته کیږي، زر ګونه نورو ماشومانو ته يې هم خطر وي. هوا ګرمه ده ویروس ډير خپریږي اړتیا ده چې ټولې خواوې د دې ستونزې په لمنځه وړلو کې جدي او اغېزمنې هڅې تر سره کړي".

د روان عیسوي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ نهه مثبتې پیښې ثبت شوي، چې پنځه په کندهار، دوه په کونړ، یوه په ننګرهار اووروستی پیښه هم په هلمند ولایت کې رامنځته شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې سبا دوشنبه به په افغانستان کې د پولیو ویروس تر ګواښ لاندې سیمو کې د واکسین فرعي کمپاین پیل شي او شپږ میلیونه ماشومانو تهبه د پولیو څاڅکي تطبیق کړي.

خو په جنوب زون کې وسله والو طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د کور په کور پر ځای د جومات په جومات د واکسین کولو لار ښوونه کړې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG