د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان کې بیا زلزله راغلې


جاپان کې بیا زلزله راغلې
جاپان کې بیا زلزله راغلې

جاپاني مقاماتو وروسته له هغې چې نن یو ځل بیا د هغه هیواد شمال ختیځې ساحلي سیمې یوې سختې زلزلې ولړزولې د سمندري توپان خبرداری ورکړ. دا په داسې حال کې دي چې په همدې سیمه کې د اتومي بټۍ د بحران په گډون د تیرې سختې زلزلې په نتیجه کې رامنځ ته شوې ستونزې لا پر ځای دي.

جاپاني مامورین وایي د نننۍ زلزلې قوت د ریکټر اوه عشاره یو درجې و چې په نتیجه کې د جاپان په شمال ختیځو ساحلي سیمو کې د سونامي توپان د رامنځ ته کیدو د خبرداري سبب هم شو.

د نوې زلزلې په نتیجه کې د سمندري توپان د رامنځ ته کیدو د خطر اعلان نن په داسې حال کې خپور شو چې په ټول جاپان کې د تیرې سختې وژونکې زلزلې نه پوره یوه میاشت وروسته د هغه هیواد خلکو د څو شیبو چوپتیا مراسم پر ځای کول.

د میاگي په سخته ځپیدلې سیمه کې په لوړ اواز تورم وغږول شو او اوسیدونکو د جاپان په تاریخ کې د تر ټولو سختې ثبت شوې نهه درجې زلزلې د قربانیانو په درناوي د دعا مراسم پرځای کړل.

د دوشنبې د ورځې د زلزلې وروسته مامورینو د فوکوشیما په زیانمنې شوې بټۍ کې د پاک کارۍ کارونه وځنډول.

د جاپان د کابینې منشي یوکیو ایدانو په خپل خبري کنفرانس کې وویل چې حکومت د اتومي بټۍ له شاو خوا شل کیلومیترۍ څخه د خلکو د ویستلو د تصمیم د دوام په اړه بیا فکر کوي.

(.. په اوس کې مونږ له خلکو غوښتي چې د فوکوشیما د زیانمنې شوې بټۍ څخه د شل کیلو میترو په فاصله کې پاتې شي، خو که د شعاوو حالت خراب شي، مونږ به د شلو کیلو میترو د واټن په حدودو بیا غور وکړو.)

ایدانو وایي که د شعاو اندازه له ټاکلي معیار څخه لوړه شي ددې زون څخه بهر په مشخصو کلیو او ښارونو کې هم باید خلک د سیمې پریښودو ته چمتو وي. هغه وایي حکومت به ددې سیمو د ښاروالیو له مامورینو سره هم اهنگي ولري او خلک باید نورو لارښوونو ته انتظار وباسي.

د جاپان د ان ایچ کې تلویزیوني شبکې د لړزنده ودانیو انځورونه خپاره کړل خو د کوم نوي تاوان په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی. د فوکو شیما دیا ایچي د اتومي بټۍ چلوونکي وویل چې وروستۍ زلزلې پر اتومي بټۍ اثر نه دی کړی.

(.. د کارگرانو د موقتي ویستلو امر شوی او کارگران له بټۍ څخه امن ځای ته انتقال شوي دي.)

د فوکوشیما اتومي بټۍ چې له کاره غورځول شوې له سختې زلزلې څخه یوه میاشت وروسته اوس هم شعاوی اخراجوي او مامورین وایي دوی نه پوهیږي چې د ریکټورونو د سړولو کار به څومره وخت ونیسي.

XS
SM
MD
LG