د لاس رسي وړ اتصالات

سپتمبر کې ۱۰۱ ولسي افغانان وژل شوي- سي پي اې جي


سي پي ای جي هره میاشت د ملکي تلفاتو شمېر خپروي
سي پي ای جي هره میاشت د ملکي تلفاتو شمېر خپروي

د ملکي وګړو د خوندیتوب اوعدالت غوښتنې ګروپ وايي د تېرو میاشتو په پرتله په سپتمبر کې د افغان ولسي خلکو تلفات دوه برابره کم شوي دي.

سي پي ای جي چې هره میاشت افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمېرې خپروي، وایي چې د دغو شمېرو په خپرولو سره غواړي په جګړه کې پر ښکیلو غاړو فشار راوړي چې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي او پر ملکي سیمو بریدونه ونکړي.

د دغه ګروپ د شمیرو له مخې په سپټمبر کې شاوخوا ۲۴۱ ملکي کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۰۱تنه یې وژل شوي او ۱۴۰ نورټپیان ټپیان شوي دي.

راپور وايي یره میاشت زیات شمیر ملکي تلفات په ننګرهار کې او ورپسې د کابل په ولایت کې وو. په ننګرهارکې ۲۹ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ، په ننګرهار کې هدفي وژنې د ملکي تلفاتو د لوړوالي لامل ښودلی. دغې ادارې د سپټامبر په میاشت کې په کابل کې د وژل شوو ملکي وګړو شمیر لس تنه او د ټپیانو شمیر۶۹ تنه ښودلی دی.

د ملکي وګړو د خوندیتوب اوعدالت غوښتنې ګروپ د روان کال د اګست میاشتې په راپور کې ویلي وو، په دغې میاشت کې ۶۲۰ ملکي افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

په دغې شمیرې کې ۲۵۴ وژل شوي او۳۶۱ ټپیان شامل وو. د دغې ادارې د راپور پر بنسټ، د سپټامبر میاشت کې ملکي وګړو ته اوښتې مرګ‌ژوبله د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې رامنځ ته شوې.

دغې ادارې د عامو خلکو پرمرګ ژوبلې د اندېښنې ښودلې او د جګړې له ښکیلو خواو څخه یې غوښتي، چې د جنګي قوانینو تر څنګ بشري قوانین هم مراعات کړي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ له شاوخوا ۲۰ مدني بنسټونو څخه جوړ شوی او د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG