د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالاتو چین ته د ټکنالوژۍ په صادرولو نوي قوانین وضع کړل


د متحده ایالاتو حکومت چین ته د ټکنالوژۍ د صادراتو د کنټرو لپاره یو لړ پراخ اقدامات کړي چې د ځینو وړو چپونو کمول هم پکې شامل دي چې په نورې نړۍ کې د متحده د امریکا په وسایلو جوړیږي.

د جو بایډن حکومت د دې نویو قوانینو اعلان جمعه اکټوبر ۷ (تلې ۱۵) وکړ او پدې اقداماتو سره غواړي چې د ټکنالوژۍ او نظامي برخو کې د چین د پرمختګ مخه ډب کاندي.

د امریکا حکومت د روان میلادي کال کې په سر کې هم د یو شمیر غټو امریکایي شرکتونو څخه چې وسایل جوړوي، په یو لیک کې غوښتي و چې هغو چینایي شرکتونو ته دې صادرات بند کړي چې یوازې په چین کې دي او پرمختللي چپونه جوړوي.

د امریکا د حکومت نوي قوانین سر د اوسه د اعتبار وړ دي او د ۱۹۹۰ لسیزې راپدیخوا چین ته د ټکنالوژۍ د صادراتو په برخې کې د متحده ایالاتو په پالیسۍ کې تر ټولو ستر بدلون دی.

پدې اقداماتو سره د چین د چپ جوړولو صنعت څو کاله شاته لویږي او هغه امریکایي او بهرني شرکتونه چې د امریکا د ټکنالوژۍ څخه کار اخلي، اړ کوي چې د چین د چپ جوړولو یو شمیر مشهورو شرکتونو لپاره ملاتړ کم کړي.

د بایډن د حکومت جګپوړو چارواکو د نویو اقداماتو د اعلان پر وخت خبریالانو ته ویلي چې تر ډیره د دې نویو اقداماتو هدف دا دی چې بهرني شرکتونه پرې نښودل شي پرمختللي چپونه په چین وپلوري او یا چینایي شرکتونو ته داسې وسایل ورکړي چې هغوي پرې وکړی شي پرمختللي چپونه جوړ کاندي.

امریکایي چارواکو ویلي چې د متحدینو سره پدې هکله خبرې رواني دي خو تر اوسه یې د هغوي څخه داسې کومه ژمنه نده تر لاسه کړي چې آیا د متحده ایالاتو غوښتنه به ومني که نه.

د امریکا د حکومت یو چارواکي وویل پدې پوهیږي چې که نور هیوادونه د متحده ایالاتو سره لاس یو نکړي، هغه کنټرول چې یوازې د امریکا لخوا اچول کیږي، د وخت په تیریدو سره بې ارزښته کیږي او دا خطر هم پکې شته چې که بهرني سیالان عین شان کنټرول عملي نکړي، د ټکنالوژۍ په برخې کې د امریکا رهبرۍ ته زیان رسیږي.

XS
SM
MD
LG