د لاس رسي وړ اتصالات

د کروناویروس د اندېښنو سره سره ایران کې تعلیمي کال پیل شو


شاوخوا ۱۵ میلونه زده کوونکي سږ کال ښوونځي ته ځي.
شاوخوا ۱۵ میلونه زده کوونکي سږ کال ښوونځي ته ځي.

د ایران د پوهنې وزیر محسن حاجي مرزايي د ښوونځي زنګ وواهه او د زده کوونکو کورنیو ته یې ډاډ ورکړ چې د خپلو ماشومانو د روغتیا په اړه دې اندیښمن نه اوسي. ښاغلي مرزاي وویل، "هیله لرم چې په مونږ باور وکړئ. وزارت به په بشپړه توګه بیدار وي او د روغتیایي چارو خیال به ساتي. "

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې شاوخوا ۱۵ میلونه زده کوونکي ښوونځیو ته سږ کال ځي چې اکثریت یې د لیرې څخه زده کړې کوي.

په ایران کې نن د شنبې په ورځ، سپټمبر ۵ (وږي۱۵) تعلیمي کال پیل شو او په میلونونو زده کوونکي ښوونځیو ته ولاړل.

زده کوونکو او ښوونکو ټولو ماسکونه تړلي و، او د ځانګړو دروازو نه تیریدل. مسؤلینو د زده کوونکو د بدن د تودوخې اندازه اخیسته او د ښوونځیو په انګړونو کې پداسې شکل کښیناستل چې ټولنیز واټن یې مراعت کړی وي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني زده کوونکو ته د ویډیو د لارې خبرې وکړې او یو شمیر کسانو پرې انتقاد وکړ ځکه دوي ویل که زده کوونکي ښوونځیو ته حاضریږي، جمهور رئیس هم باید د هغوي سره کتلي وی.

د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره ایراني چارواکو په ښوونځیو کې ځانګړي تدابیر په پام کې نیولي. هر ټولګی ۳۵ دقیقې وي، زده کوونکي او ښوونکي باید د یو بل نه د یو متر په فاصلې کې وي او ټول باید ماسکونه وتړي.

د کرونا ویروس د منځني ختیځ په هیوادونو کې د ټولو نه زیات ایران ځپلی. دې ویروس په ایران کې شاوخوا ۲۲ زره کسان مړه کړي او ۳۸۴ زره پرې اخته شویدي.

XS
SM
MD
LG