د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني په رسمي ډول نوی تعلیمي کال پرانیست


 ولسمشر له ښوونکو څخه وغوښتل چې په له زده کوونکو سره په نرمۍ چلند وکړي او له تاوتریخوالي ډډه وکړي.
ولسمشر له ښوونکو څخه وغوښتل چې په له زده کوونکو سره په نرمۍ چلند وکړي او له تاوتریخوالي ډډه وکړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په کابل کې د ښوونځي د زنګ په وهلو سره په رسمي توګه د نوي تعلیمي کال د پيلیدو اعلان وکړ.

افغان ولسمشر په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل له ښوونکو سره به ټولې شوې ژمنې عملي کړي.

ولسمشر غني وویل د ښوونکو مادي او معنوي حالت ته پاملرنه د هغه د حکومت د برنامو په لومړیتوب کې دی او د کابینې په جوړیدو سره به په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

ولسمشر وویل "کابینه راتلونکې اونۍ کې تشکیلیږي، وروسته له هغې به هره اونۍ موږ د خپلې بشري قوا د پياوړي کولو لپاره منظم مجلسونه ولرو او د معلمینو مادي او معنوي وضعیت ته پاملرنه به زموږ د برنامو په سر کې وي."

دغه راز، ولسمشر له ښوونکو څخه وغوښتل چې په له زده کوونکو سره په نرمۍ چلند وکړي او له تاوتریخوالي ډډه وکړي.

"له ټولو محترمو استادانو څخه زما هیله زما تمه دا ده چې مهرباني وکړئ له ښوونځیو څخه لرګی او کنځلې لرې کړئ، لرګی باید زموږ په ښوونځیو کې ځای و نه لري."

په همدې توګه ولسمشر غني وویل چې اوسمهال په افغانستان کې یو اشاریه درې میلیونه ماشومان د دې توان نه لري چې ښوونځیو ته لاړ شي او هڅه کوي چې په راتلونکو دریو کلونو کې دغه شمیر ماشومانو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي.

"یو اشاریه درې میلیونه ماشومان زموږ د دې توان نه لري چې ښوونځیو کې واوسي، د هندوستان له پخواني صدراعظم سره زه په جدي مذاکراتو کې یم چې یو هر اړخیز پلان دې برابر شي چې موږ وشو کولای په راتلونکو دریو کلونو کې په دې بریالي شو چې دا ماشومان ښوونځي ته راولو."

دغه راز ولسمشر په تعلمي نصاب کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه او و یې ویل چې داسې درسي کتابونه زده کوونکو ته وړاندې شي چې په آسانه یې زده کړي او پر روحیاتو یې مثبتې اغیزې پریږدي.

ولسمشر غني له ټولو افغانانو څخه غوښتنه وکړه چې د زده کوونکو په روزنه کې او له پوهنې سره په مرستو کې ونډه واخلي او دا مسؤلیت یواځې د ښوونکو و نه ګڼي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال په ټول افغانستان کې ۱۱.۵ میلیونه زده کوونکي په ښوونځیو کې پر زده کړو بوخت دي چې ۴.۵ میلیونه یې نجونې دي.

په همدې توګه د پوهنې له زوارت سره ۲۱۷ زره ښوونکي ثبت او راجستر دي، چې ۳۲ سلنه یې ښځینه ښوونکې دي او دغه وزارت وايي چې لا هم تر ۸۰زره نورو مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG