د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار: ۸ میاشتو کې ۵۵۲۳ افغان پوځيان وژل شوي


سیګار دغه راز ویلي چې شاوخوا ۹۶۶۵ نور افغان پوځيان په جګړو کې ټپیان شوي دي.
سیګار دغه راز ویلي چې شاوخوا ۹۶۶۵ نور افغان پوځيان په جګړو کې ټپیان شوي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې یا سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په روان عیسوي کال کې ۵۵۲۳ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په وسله والو نښتو او چاودونو کې وژل شوي دي.

سیګار دغه راز ویلي چې شاوخوا ۹۶۶۵ نور افغان پوځيان په جګړو کې ټپیان شوي دي.

د سیګار د رپوټ پر بنسټ تیرکال په افغانستان کې پنځه زره افغان وسله‌وال ځواکونه وژل شوي او ۱۵زره نور ټپیان شوي وو.

د افغانستان د دفاع وزارت هم مني چې په روان کال کې د سختو جګړو له امله د افغان ځواکونو د تلفاتو کچه زیاته شوې ده.

د دغه وزارت د ویاند مرستیا محمد رادمنش امریکا غږ ته وویل "د دغسې یو دښمن چې پلان یې درلود اته ولایتونه او شپیته ولسوالۍ ونیسي، موږ د دغسې ګواښونو په مخ کې خپل پرسونل او امکانات استعمال کړل، یقیني ده چې د تیر کال په پرتله زموږ تلفات زیات شوي دي، خو ممکن دا ارقام دومره نه وي".

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جان نیکولسن تیره اونۍ وویل چې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې لوړو شمیرو اندیښمن کړی دی.

حاکمیت

سیګار دغه راز راپور ورکړی چې افغان حکومت دا مهال د افغانستان په ۶۳.۴ فیصده ولسوالیو کې حاکمیت لري، خو شاوخوا څلور میاشتې مخکې دا شمیره ۶۵.۶ ته رسیدله.

د سیګار د رپوټ له مخې، د افغانستان د ۴۰۷ ولسوالیو له شمیرې د روان کال تر اګست میاشتې پورې ۲۵۸ یې د افغان حکومت تر ولکې لاندې وې، ۳۳ ولسوالۍ د حکومت د وسله‌والو ځواکونو په کنټرول کې وې او ۱۱۶ ولسوالیو کې دواړو خواوو نفوذ درلود.

د سیګار رپوټ ښيي چې په تیرو څلورو میاشتو کې افغان حکومت ۲.۲ فیصده ولسوالیو کې خپل حاکمیت له لاسه ورکړی دی.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، که څه هم په روان کال کې د جګړو شدت زیات وو او طالبانو هڅه وکړه چې ځینې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي خو بریالي نه شول.

د دفاع وزرات مرستیال ویاند محمد رادمنش امریکا غږ ته وویل، اکثره هغه سیمې چې پخوا په کې د افغان حکومت وسله‌والو مخالفینو تحرکات درلودل اوس بیرته افغان ځواکونو تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.

هغه وویل "همدا نن موږ ۱۵ عملیاته په ۱۳ ولایتونو کې جاري ساتلي دي، مخکې دا ۳۰ عملیات وو په ۲۴ ولایتونو کې. موږ د دښمن لمنه راټلوه کړې ده، اوس یوازې په ۶ ولایتونو کې د دولت په وړاندې ګواښونه رامنځ ته کوي".

په همدې توګه ښاغلي رادمنش وویل، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې هره ورځ له لسو څخه نیولې تر دیرشو پورې د حکومت وسله‌وال مخالفین یا وژل کیږي او یا ټپیان کیږي.

د هغه پر وینا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په یرغلیزو عملیاتو کې ۲۷ وسله‌وال طالبان د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG