د لاس رسي وړ اتصالات

حکومت باید کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره صحي مرکزونو ته جدي پام وکړي- سروې


افغانستان کې د کرونا د ویروس لومړۍ پیښه د تیر ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په پنځمه د هرات په ولایت کې ثبت شوې وه.
افغانستان کې د کرونا د ویروس لومړۍ پیښه د تیر ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په پنځمه د هرات په ولایت کې ثبت شوې وه.

د کروناویروس پر وړاندې د افغان حکومت د مبارزې په اړه یوه سروې ښيي، چې په روغتیايي مرکزونو کې د کروناویروس د ناروغانو د پیژندلو او له نورو ناروغانو څخه د هغوی د جلا کیدو لپاره هیڅ پاملرنه نه کیږي.

د افغانستان د روڼتیا څار ادارې دا سروې چې په دیارلس ولایتونو کې د اووه سوه روغتیايي مرکزونو څخه د کتنې پر اساس ترتیب شوې او د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۰ ( زمري ۳۰ ) خپره شوې ښيي، چې په روغتیايي مرکزونو کې ډېر وخت مراجعین په دروازو کې د کروناویروس د نښو او اعلایمو لپاره نه کتل کېږي.

سروې همدارنګه غوښتل شوي چې افغان حکومت او په ځانګړي ډول د عامې روغتیا وزارت باید په چټکه توګه خپله څارنه پراخه کړي، د شواهدو پر بنسټ پرېکړې وکړي، د روغتیايي خدمتونو څخه دې د سیمه‌ییزو شوراګانو او مدني ټولنو د څارنې ملاتړ ډېر کړي، ډاډ ترلاسه کړي چې د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره د درملو او طبي لوازمو کافي زېرمې موجودې دي او ددې ویروس د دویمې احتمالي څپې لپاره ځان چمتو کړي.

د روڼتیا څار د ادارې اجرائیوي رئیس، سید اکرام افضلي د دې سروې په اړه ویلي " دا سروې ښيي چې د عامې روغتیا وزارت د کره، بشپړو او پر وخت اطلاعاتو راغونډولو لپاره یو سیستم نلري چې د وزارت مشرتابه یې پر مټ مناسبې پرېکړې وکړي، ترڅو په هېواد کې دکرونا د خپرېدو مخنیوی وشي".

د روڼتیا څار اداره وايي چې د کرونا پر ویروس د اخته شویو او مړو کسانو اوسني ارقام چې د حکومت لخوا راټولېږي او خپرېږي، د باور وړ نه دي.

" د بېلګې په توګه، د عامې روغتیا وزارت د رسمي ارقامو پر بنسټ د ۲۰۲۰ کال د اګست تر نولسمې، ۳۷٫۵۹۹ کسان پر کرونااخته شوي دي، خو د حکومت بله سروی ښيي چې ښايي تر لس میلیونه ډېر وګړي پرې اخته شوي وي".

ښاغلی افضلي وايي، چې افغان حکومت باید خطر راکم کړي، او د روڼتیا څار د سروې مطابق د زیانمنو سیمو د درجه بندې له لارې د دویمې احتمالي څپې لپاره چمتووالی ونیسي.

د روڼتیا څار ادارې د سروې موندنې ښيي چې د ۲۰۲۰ کال په اپرېل کې ۴۰٪ روغتونونو په خپلو دروازو کې د مراجعینو ساده چک هم نه ترسره کاوه.

د کابل او هرات د ولایتي او ولسوالیو روغتونونو په شمول، ګڼ شمېر لوی روغتونونو هم دا ستونزه درلوده.

د روڼتیا څاراداره روغتیايي مرکزونو له خوا د وړاندې شويو معلوماتو پر اساس وايي، چې ، د ۲۰۲۰ میلادي کال په جولای کې تازه معلوماتو دا وښووله چې د ۴۸٪ روغتیايي مرکزونو په دروازو د مراجعینو مناسبه کتنه نه کېده .

د ځاني محافظتي توکیو، اړینو درملو او نورو طبي لوازمو لکه وینټایلټور او د اکسیجن ډبو موجودیت هم ځینې مسئلې وې.

د هېواد په کچه په روغتیايي مرکزونو کې ماسکونه او الکولي مواد په هرو درېو ورځو کې، محافظتي خولۍ او لباس په دوه ورځو کې او د بوټونو ‌پوښونه په یوه ورځ کې ختمېږي.


دا سروې د روان ۲۰۲۰ میلادي کال د اپریل له نولسمې څخه د جون د میاشتې تر دیرشمې ورځې پورې د ۱۳ ولایتونو په ۶۰ ولسوالیو کې له ۷۰۰ څخه په ډېرو روغتیايي مرکزونو کې شوې ده.

په دغو ۱۳ ولایتونو کې بلخ، هرات، جوزجان، کابل، کندهار، کاپیسا، لغمان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، پروان، پنجشېر او سمنګان شامل وو.

خو افغان حکومت وايي، چې اوس مهال په افغانستان کې د کرونا د ویروس منحني ماته شوې او په دغه هیواد وضعیت مخ په ښه کیدو دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي د کرونا د وبا د دوهمې احتمالي څپې لپاره یې هم چمتوالی نیولی او شاوخوا ۵۶۰ د مصنوعي تنفس کوچني ماشینونه یې، چې یو ناروغ ته د اړتیا پر مهال اکسیجن ورکولی شي اخیستي او ولایتونو او ولسوالیو ته د استولو کار یې پیل کړی دي.

همداشان دا وزارت وايي، چې په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پیښو د کمیدو وروسته یې په هرات کې د کرونا د درملنې له دریو روغتونو څخه یو درې سوه بشتریز روغتون تړلی او په پام کې لري، چې په کابل کې د افغان – جاپان د روغتونو د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو شمیر هم له څه باندې پنځه سوو څخه نیمايي ته راکم کړي.

دا وزارت وايي، چې د نړیوال بانک سره شوې موافقې له مخې د کرونا ویروس پر وړاندې د ښه مبارزې لپاره يې په ټول افغانستان کې د کرونا د ویروس د درملنې روغتونونو او روغتیايي مرکزونو چارې غیر دولتي موسسو ته سپاري.

XS
SM
MD
LG