د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني بریتانیه د کرونا د لوړې کچې خطر لرونکو هیوادونو په لیست کې اضافه کړه


دا نویو بندیزونو له مخې هر څوک چې د بریتانیې نه جرمني ته ځي، باید د دوو اوونو لپاره قرنطین شي.
دا نویو بندیزونو له مخې هر څوک چې د بریتانیې نه جرمني ته ځي، باید د دوو اوونو لپاره قرنطین شي.

د جرمني د عامې روغتیا د وزارت چارواکو د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۸ (لیندۍ۲۷) بریتانیه د کویډـ۱۹ بیمارۍ له پوله د لوړې کچې خطر لرونکي هیواد په لیست کې اضافه کړه.

پدې سره به د دواړو هیوادونو تر منځ سفر کول محدود شي.جرمني دا اقدام په بریتانیه کې د کرونا وبا د نوې بڼې (اومیکرون) د چټکې خپریدو له کبله کړې.

په بریتانیه کې اومکیرون دومره ډیر خپور شوی چې د لندن ښاروال صادق خان د شنبې په ورځ پدې ښار کې د "سترې پیښې" حالت اعلان کړ.

د جرمني دا اقدام د یکشنبې تر ورځې وروسته عملي کیږي او ټول هغه مسافر چې د بریتانیې څخه دې هیواد ته ورځي حتی که د کرونا ضد واکسین یې هم کړی وي، باید د دوو اوونیو لپاره قرنطین شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د دې اقداماتو په هکله په ویب سایټ کې لیکلي چې په بریتانیې او شمالي آیرلنډ کې د کرونا وبا نوې بڼه په پراخه توګه خپره شوې. په ویب سایټ کې لیکل شوې چې دا نوې بڼه د پخوانیو په پرتله ډیره سرایت کیدونکې د ه.
دې نوې بڼې یوازې پدې تیرو ۷ ورځو کې څه باندې ۶۵ زره کسان نیولي او د ۲۶ زرو څخه ډیر پرې یوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې اخته شویدي.

په لندن کې په یوه ورځ دومره ډیر کسان د کرونا د وبا د پیل راهیسې نه و اخته شوي.
د نویو اقداماتو له مخې یوازې د جرمني اتباع او هغه بهرنیان چې په بریتانیې کې ژوند کوي، جرمني ته د راتلو اجازه لري.


چارواکي وایي چې دا اقدامات د تګ راتګ په ټولو لارو چارو وضع کیږي او هر څوک چې جرمني ته راځي باید چې د کرونا د وبا ځانګړي معاینات (PCR) یې کړي وي.
د جرمني نه وړاندې فرانسې او ګڼ شمیر نورو اروپایي هیوادونو هم بریتانیې ته په تګ راتګ بندیزونه لګولي.

XS
SM
MD
LG