ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان لپاره د سرمنشي انتونیو ګوتېرش نوې استازې رباب فاطمه کابل ته رسېدلې او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه یې خپله دنده پیل کړې ده.
ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ [اکټوبر ۱۸مه] د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې مېرمن فاطمه په ګڼو ادارو کې کار کړی او ۳۰ کاله د خدمت تجربه لري.
په خبرپانې کې راغلي: "رباب فاطمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د مشرې په توګه خپله دنده پیل کړې."
د ملګرو ملتونو سرمنشي د روان کال د جولای په میاشت کې رباب فاطمه د یوناما د مشرې او په افغانستان کې د خپلې ځانګړې استازې په توګه وټاکله.
د یوناما د مخکنۍ مشرې روزا اوتونبایوا کاري دوره د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په میاشت کې پای ته ورسېده او له هغې وروسته ددغې ادارې سرپرستي د یوناما مرستیالې جورجټ ګانیون ته وسپارل شوه.
افغانستان کې له ګمارل کېدو مخکې، مېرمن فاطمه د کم پرمختللو هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله وه.
هغې له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ پورې په ملګرو ملتونو کې د بنګلهدېش د سفیرې په توګه کار کړی.
مېرمن فاطمه په داسې حال کې د ځانګړې استازې او د یوناما د مشري په توګه خپله دنده پیلوي چې یوناما تېره اونۍ خپل درې میاشتنی راپور خپور کړی دی.
په راپور کې راغلي چې د طالبانو حکومت د امر باالمعروف مامورینو د ۲۰۲۶ کال د جولای او سپټمبر میاشتو په اوږدو کې سلګونه کسان نیولي او له لسګونو نورو سره یې ناوړه چلند کړی دی.
راپور زیاتوي چې په همدې موده کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په نښتو کې ۵۱۲ ملکيان وژل شوي دي.
د راپور له مخې، طالبانو د څو رسنیو فعالیتونه ځنډولي او د ملګرو ملتونو ښځینه کارکونکي لاهم خپلو کاري دفترونو ته د تللو اجازه نه لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات وايي چې د یوناما نوې مشرې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي سره کتلي او په غونډه کې ټینګار شوی چې ملګري ملتونه د افغانستان په اړه په خپلو راپورونو کې له کره او باوري معلوماتو څخه کار واخلي او له اړوندو ارګانونو سره همغږي وکړي.
متحدو ایالتونو په دې وروستیو کې په پرله پسې توګه د یوناما پر لګښتونو او فعالیتونو، په ځانګړې توګه له طالبانو سره پر تعامل نیوکې کړې دي.
په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو دايمي استازي مایک والټز د مارچ په ۹مه د امنیت شورا غونډې ته د وینا پر مهال یوناما د ملګرو ملتونو تر ټولو ګران سیاسي ماموریت وباله او ویې ویل چې د یوناما لګښتونه باید په دقت وڅېړل شي.
فورم \ دبحث خونه