د لاس رسي وړ اتصالات

تر سیلابونو وروسته د نیویارک په ښار کې اضطراري حالت اعلان شو


په ګڼ شمیر سیمو خلکو خپل موټر په سړکونو پریښي دي.
په ګڼ شمیر سیمو خلکو خپل موټر په سړکونو پریښي دي.

د متحده ایالاتو د نیویارک په ښار کې جمعه سپټمبر ۲۹ (تلې۷) د شدید باران څخه وروسته د اورګاډو سټیشنونه، لویې لارې او سړکونو له اوبو ډک شول او چارواکي اړ شول چې په ښار کې اضطراري حالت اعلان کاندي.

چارواکو همدرانګه ویلي چې د لږ تر لږ یو هوایي ډګر څخه د الوتکو پروازونه هم ځنډیدلي دي.

د نیویارک والۍ کیتي هوچل وویل چې د ښار په یو شمیر سیمو کې تر ۱۳ سانتي مترو پورې باران وریدلی او د ښار اوسیدونکو بیا ویلي چې د دومره ډیر باران وریدل یې بل وخت ندی لیدلی.

باران پنجشنبه پيل شوی و او د جمعې په ورځ هم وریده.

سره لدې چې د جمعې په ورځ د لنډې مودې لپاره د باران وریدل یو څه کم شوي و خو ښاروال اریک ایډیمز له خلکو غوښتي و چې د کورونو څخه د باندې را ونه اوځي.

والي او ښاروال دواړو په ښار کې اضطراري حالت اعلان کړی ځکه هغوي ویلي چې د باران وریدل لا پای ته ندي رسیدلي .

سره لدې چې په ښار کې د خلکو ګرځیدل راګرځیدل تقریباً نا ممکن و خو چارواکو بیا ویلي چې تر دې دمه په سیلابونو کې د چا د مرګ ژوبلې په هکله خبر ندی ورکړل شوی.

تر اوسه پدې سیلابونو کې د چا مرګ ژوبلې په هکله څه ندي ویل شوي.
تر اوسه پدې سیلابونو کې د چا مرګ ژوبلې په هکله څه ندي ویل شوي.

په سړکونو کې اوبه دومره ډیرې وې چې ګڼ شمیر کسانو له مجبورۍ خپل موټر په سړک پریښي و او ځانونه یې خوندي سیمو ته رسولي و.

په ټولنیزو شبکو کې په یو شمیر انځورونو او ویډیوګانو کې چې خلکو خپرې کړلې ښودل کیږي چې اوبه د اورګاډي سټیشنونو دننه او د خلکو د کورونو په تهکاوۍ کې ولاړې دي.

د ښار مسؤلینو ویلي چې لږ تر لږه د شپږو اپارتمانونو څخه خلکو احوال ورکړی چې د کورونو دننه تهکاویو ته یې اوبه ورغلي دي خو تر څنګ دا هم ویلي چې د اوبو د ورتګ څخه وړاندې اوسیدونکي بهر وتلي و.

ښاروال او والۍ له خلکو غوښتي چې که په کورونو کې یې اوبه ډیرې شوې، باید خپل کورونه پریږدي او خوندي ځایونو ته ځانونه ورسوي.

والي کیتي هوچل له خلکو همدارنګه غوښتي چې پدې هکله خبرداري دي نهایت جدي وبولي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG