د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک کې د مروانا څکل او خرڅلاو قانوني کیږي


په نیویارک کې قانون جوړونکو د تفریح لپاره د مروانا څکل او خرڅول قانوني کړه.

له دې دمخه لږ تر لږه د امریکا د متحده ایالاتو ۱۴ ایالتونو خپلو اوسیدونکو ته د مروانا د تفریحي څکلو اجازه ورکړې وه، خو په نیویارک کې د مروانا د مصرفولو د قانوني کولو لپاره هڅې له خنډونو سره مخامخ شوی وې.

دموکراتو قانون جوړونکو چې اوس د امریکا د کانګرس په دواړو مجلسونو کې اکثریت څوکۍ لري ددغه قانون تصویبول یې خپل کاري لومړیتوب کڼلی و.

د نیویارک ایالت مقامات وړاندوینه کوي چې د مروانا د تفریحي استعمال او خرڅلاو قانوني کیدل په کال کې دې ایالت ته شاوخوا ۳۵۰ میلیون ډالر عاید راوړي.

هغه ځوانان چې د ۲۱ کالو پورته عمر لري د مروانا د اخیستلو حق به ولري.

خو بیا هم که دغه قانون د امریکا په کانګرس کې تصویب هم شي په نیویارک کې به د مروانا خرڅلاو سمدستي پیل نشي.

په نیویارک کې د مروانا د عملي خرڅلاو لپاره د ټولو شرایطو برابرول ښایي له ۱۸ میاشتو څخه تر دوو کالو پورې وخت ونیسي.

XS
SM
MD
LG