په نیویارک ښار کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر میاشتې د ۱۱ نېټې د القاعدې د ترهګریزو بریدونو د ۲۴مې کلیزې د یاد مراسم ترسره شول.
د سپتمبر د یوولسمې په بریدونو کې نږدې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول چې ډیری یې د نړیوال سوداګریز مرکز د غبرګو ودانیو سره د تښتول شویو الوتکو د ټکر وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د وژل شویو کسانو خپلوان د پنجشنبې په ورځ د دغو ودانیو په خای کې چې اوس ګراونډ زیرو نومیږي، راټول شوي وو.
د متحدو ایالتونو د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا د اف بي ای رئیس، کاش پټیل، او د نیویارک ښاروال، ایریک اډمز، هم په دې مراسمو کې ګډون کړی و.
په دې مراسمو کې د سهار په ۸:۴۶ بجو او بیا د سهار په ۹:۰۳ بجو، دوه زنګه وغږول شول. د امریکن ایرلاینز د۱۱ شمېرې پرواز او بیا د یونایټډ ایرلاینز د ۱۷۵ شمېرې پرواز الوتکې په ترتیب سره، په همدې وختونو کې د سوداګریزو ودانیو سره ټکر شوې وې.
په دې مراسمو کې د دود سره سرم، د ټولو قربانیانو نومونه د هغوی د خپلوانو لخوا په داسې حال کې لوستل کیدل، چې زیاترو یې د خپلو عزیزانو عکسونه له ځانه سره درلودل.
سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ د اېکس په ټولنیزې شبکې کې وویل: "د سپټمبر د یوولسمې د ۲۴مې کلیزې په مناسبت، موږ د وژل شویو کسانو، د راڅرګندو شویو اتلانو او د امریکایی روحیې د مقاومت درناوی کوو. امریکا به یې هیڅکله هېر نکړي."
فورم \ دبحث خونه