د لاس رسي وړ اتصالات

د نیوزلینډ صدراعظمه: د طالبانو غواړم میرمنې کار او تعلیم ته پریږدي


پداسې حال کې چې طالبانو په کابل کې د جمهوري ریاست ماڼۍ نیولې او لا یې د حکومتدارۍ د بڼې په هکله څه ندي ویلي، د نیوزلینډ صدراعظمې جسیندا آردرین د هغوي نه غوښتي چې د بشري حقونو درناوی دې وکړي.

میرمن آردین نن په پایتخت ویلنګټن کې خبري کنفرانس ته وویل، " زه به یو ځل بیا د هغوي نه چې دغه اقدامات یې کړي (طالبانو) وغواړم چې میرمنې کار او تعلیم ته کولو ته پریږدي. "

د نیوزلینډ صدراعظمې وویل نړیواله ټولنه د بشري حقونو درناوی او د افغانانو خوندیتوب غواړي.

جسیندا آردرین زیاته کړه، " مونږ غواړو ووینو چې میرمنې او نجونې تعلیم او کار کولو ته لاسرسی ولري. په عنعنوي توګه دا هغه دي چې میرمنو ته په هغو ځایونو کې مهیا نه و چې د طالابنو واکمني پکې وه. "

د نیوزلینډ صدراعظمې همدارنګه وویلافغانستان ته عکسر او نظامي الوتکه لیږي چې د دې هیواد اتباع او هغه افغانان چې د نیوزلینډ د ادارو سره یې کار کړی، د افغانستان نه راوباسي.

صدراعظمې جسیندا آردرین نن دوشنبې ویلي، چې ۳۷ افغانان مشخص شوي چې د نیوزلینډ د دفاعي ځواکونو سره یې په افغانستان کې کار کړی. د نیوزلینډ صدراعظمې په یو خبري کنفرانس کې وویل توقع یې نه درلوده چې په افغانستان کې به وضعیت په دومره چټکۍ خراب شي.

سره لدې چې طالبانو د خلکو سر او مال خوندي ساتي او سوله ایز چاپیریال برابروي او هغوي چې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو یا د افغانستان حکومت سره یې کار کړی، عفوه کوي خو د نیوزلینډ صدراعظمه وایي په کار ده چې طالبان دا کار په عمل کې ثابت کاندي.

هغې وویل، "دا د باور خبر نده. ټوله خبره په عمل کې ده نه په الفاظو کې."

XS
SM
MD
LG