د لاس رسي وړ اتصالات

د نیوزلینډ تر ټولو ځوانه صدراعظمه پیژنئ؟


جسیندا آردیرن د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په میاشت کې د نیوزلینډ صدراعظمه شوه.

ښايي یو شمېرد جسیندا آردیرن نوم اورېدلی هم نه وي، خو په نیوزلند کې پر جوماتونو باندې له بریدونو وروسته له مسلمانانو سره د هغې بیسارې خواخوږۍ او د بریدګر او دا ډول نورو بریدونو د مخنیوي لپاره د هغې چټکو اقداماتو او تند غبرګون په کور دننه او بهر د هغې محبوبیت لا زیات کړ او په خلکو کې لا نوره وپېژندل شوه.

هغه د نیوزلینډ د موروپارا ښار په یوه واړه کلي کې زیږیدلې. کورنۍ یې د عیسوي مذهب د مارمن فرقې غړي دي. جسیندا آردیرن ۱۷کلنه وه چې د کارګر ګوند غړې شوه.

آردیرن وایي کله یې چې د خپل کلي ماشومان ولیدل چې لوڅې پښې ګرځیدل او د خوراک لپاره یې ډېر څه نه درلودل، هغه وهڅېده چې د سیاست ډګر ته راشي او له دې لارې د اړمنو او نورو خلکو خدمت وکړي.

میرمن آردیرن چې کله د پوهنتون نه فارغه شوه، د پخوانۍ صدراعظمې هیلن کلارک په دفتر کې یې کار پیل کړ. آردیرن، میرمن هیلن کلارک په سیاست کې خپله اتله او ښوونکي ګڼي.

کله چې جسیندا آردیرن د صدراعظمۍ لپاره کمپاین کاوه، د خلکو سره یې ژمنه کړې وه چې "نه ستړی کیدونکی مثبت فکر به لري، په پوهنتونونو کې درې کاله وړیا لوړې زده کړې، د ذهني ناروغانو لپاره وړیا روغتیایي مرکزونه او بهرنیو پانګه والو ته به اجازه ورنکړي چې په نیوزلینډ کې دننه کورونه واخلي. "

میرمن جسیندا آردیرن د نیوزلینډ په ځوانانو کې ډیر محبوبیت لري او هغه د کاناډا د ځوان صدراعظم جسټن ټروډو او د امریکا د مخکني جمهور رئیس براک حسین اوباما په شان د سیاسي ډګر "مشهوره څیره" ګڼي.

خو په نیوزلینډ کې په جوماتونو باندې تر "تررویستي" بریدونو وروسته د هغې محبوبیت نور هم زیات شو. هغې دا بریدونه په د نیوزلینډ په تاریخ کې "تر ټولو تورې" ورځې یادې کړې او دا ژمنه یې هم وکړله چې هیڅکله به د برید کوونکي نوم په خوله وانخلي.

دغه ۳۸ کلنه صدراعظمه په جوماتونو کې د وژل شویو کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره څو ځله په مراسمو کې پداسې حال کې راڅرګنده شوه چې ټیکری به یې په سر و.

د نیوزلینډ دغه ځوانه صدراعظمه د هغوي لپاره چې د میرمنو د حقونو لپاره مبارزه کوي، هم یوه ښه مثال ده، په ځانګړې ډول کله چې هغې په یوې تلویزیوني مرکې کې د "ماشوم زیږولو" په هکله پوښتنې ته سخت ځواب ورکړ.

د میرمن آردیرن نه وپوښتل شول چې آیا د ماشوم زیږولو پلان لرئ؟ د مرکه کوونکي هدف دا و چې میرمنې د ماشوم زیږیدو پر وخت د کار نه رخصت اخلي نو که صدراعظمه رخصت واخلي، د هیواد چارې به څنګه کیږي؟ صدراعظمې جسیندا آردیرن وویل " د ماشوم د پیدا کولو پریکړه باید ښځه پخپله وکړي خو دا موضوع د دندې ورکولو او نه ورکولو لپاره باید شرط ونه ګڼل شي."

میرمن آردیرن اوس یوه لور لري او هغه په نړیواله کچه یو ځل بیا مشهوره شوه کله یې چې اعلان وکړ د ژوند ملګری به یې " په کور ناست پلار وي چې د ماشومې خیال وساتي. "

هغې همدرانګه د نویو زیږیدلو ماشومانو مور او پلار ته اونیز معاش وټاکه او هم یې د پلرونو لپاره چې په کور کې نوی ماشوم زیږیدلی وي، د اتلسو پر ځای د ۲۲ اوونیو د معاش سره د رخصتۍ اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG