د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا ته د یو نوي تللي افغان مهاجر ټپي کیدل؛ پولیسو تورن بریدګر نیولی 


وروسته له هغې چې کاناډایي رسنیو د چاقو په برید کې هغه هیواد ته د یو نوي ورغلي افغان کډوال د ټپي کیدو خبر ورکړ، د کاناډا د وینکوور پولیسو د دې قضیې په تړاو د یو کس د نیولو خبر ورکړ.

د وینکوور پولیسو وویل چې یو ۴۳ کلن سړی یې په یوه ۲۲ کلن سړي باندې د چاقو د برید په شک نیولی دی.

پولیسو ویلي چي دوه ورځي وړاندي دغه نوی راغلی کډوال په چينا ټاون سيمه کښي پداسې حال کې چې غوښتل یې خپل بایسکل پر یوې ستنې پورې قفل کړي ددغه کس لخوا پرې برید وشو چې په سينه او ستوني کې سخت ژوبل شو.

د پولیسو د راپور له مخې، د دې پېښې قرباني بیا هم توانیدلی چې پولیسو ته زنګ ووهي او مرسته وغواړي.

د پېښې په ځای کې موجودو خلکو له قرباني سره تر هغه وخته پورې مرسته وکړه چې پولیس راورسېدل او د بریدګر په پېژندلو کې یې له پولیسو سره هم مرسته وکړه.

دغه افغان کډوال چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی، د خوراکي توکو په یو شرکت کې کار کاوه او پولیسو ویلي چې روغتیايي وضعیت یې اوس د اندېښنې وړ نه دی.

پولیسو د محکمې څخه غوښتي چې په توقیف کې د شکمن کس د ساتلو لپاره حکم وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په پیل کې هم د کاناډا په دوو لیرو پرتو سیمو کې په ورته بریدونو کې لس کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۸ نور ټپیان شوي وو.

د وینکوور پولیسو د یو رپوټ په خپورولو سره ویلي چې عامه خوندیتوب د هرچا مسؤلیت دی او تل یې خلک هڅولي چې که جرمونه وګوري سمدستي دې د پولیسو سره اړیکه ونیسي.

XS
SM
MD
LG