د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سره د نیوزلینډ د لوبو د لړۍ لغوه کیدل د پاکستان لپاره څومره زیان رسولی شي؟


د نیوزلینډ د کرکټ ملي لوبډله د شاوخوا ۱۸ کالونو وروسته د لومړي ځل لپاره پاکستان ته د دریو یو ورځنیو نړیوالو او پنځو شلو شلو اورونو د لوبو د لړۍ لپاره تللې وه.

خو نیوزلینډ په هماغه ورځ د امنیتي دلایلو په خاطر د دې لړۍ ځنډیدل اعلان کړل چې ټاکل شوې وه لومړنۍ لوبه یې د راولپنډۍ په ښار کې وشي.

پاکستان چې وار د مخه د کرکټ نړیوالو لوبډلو ته پدې هیواد کې د لوبو کولو په هڅولو کې د ستونزو سره مخ ده، ښایي د نیوزلینډ د پریکړې نه وروسته یې دا ستونزې څو چنده ډیرې شي.

دا چې پاکستان ته بهرنۍ لوبډلې د امنیتي ګواښونو له کبله نه ورتلې، دا هیواد مجبور و چې دوه اړخیزې لوبې په عربي متحده اماراتو کې وکړي.

د کرکټ څارونکي پدې اند دی چې د پاکستان صدراعظم عمران خان، چې یو وخت د ملي لوبډلې کپتان و، وايي چې باید یې د هیواد کرکټ بورډ نوې اداره شپه ورځ کار وکړي چې بیا مجبوره نشي دوه اړخیزې لوبې د پاکستان نه بهر وکړي.

د پاکستان لومړنۍ مهمه دنده به دا وي چې د انګلستان لوبډلې ته قناعت ورکړي چې پاکستان ته ولاړه شي. ټاکل شوې انګلستان سبا د یکشنبې په ورځ سپټمبر ۱۹ پریکړه وکړي چې د خپلو سړیو او میرمنو لوبډلې پاکستان ته واستوي او که نه.

د انګلستان تر څنګ به د ویسټ انډیز لوبډله هم د روان کال د ډسمبر په میاشت کې د پاکستان سره لوبې کوي او د بل کال د فبروري په میاشت کې به د ۱۹۹۸ کال نه وروسته اسټرالیا د لومړي ځل لپاره پاکستان ته ولاړه شي.

د عثمان سمیع الدین په نامه د کرکټ خبریال وایي چې انګلستان به ښایي د پاکستان سره د لوبو لړۍ لغوه کړي او دا به د پاکستان لپاره یوه ضربه وي.

د پاکستان د کرکټ بورډ نوي ټاکل شوي مشر رمیز راجا هم نن شنبه سپټبمر ۱۸ ومنله چې د پاکستان کرکټ تر ډیر فشار لاندې دی خو هغه ویلي چې دا لومړي ځل ندی او دا چې د پاکستان ولس حوصله لري.

هغه د پاکستان ولس ته په خطاب کې ویلي، " زما او ستاسو درد یو دی. دا مو ګډ درد دی. څه چې وشول د پاکستان د کرکټ لپاره ښه ندي. "

د پاکستان لپاره یوازې دا بد خبر ندی چې نشي کولی د دغو هیوادونو کوربه توب وکړي، بلکې د دې هیواد دا هیلې هم ښایي پر ځای نشي چې غواړي د ۲۰۲۴ ۲۰۳۱ کالونو په منځ کې د نړیوال جام او اتلولۍ جام لپاره غوښتنلیک وسپاري.

د پاکستان یو شمیر پخوانيو لوبغاړو هم پدې ټینګار کړی چې په پاکستان کې دننه د کرکټ د نړیوالو لوبو کیدل باید لومړیتوب ولري.

پخواني کپتان راشد لطیف د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، " د خپل راتلونکي نسل په خاطر د کرکټ ټول لوبغاړي د پاکستان د کرکټ بورډ سره ولاړ دي چې بیا منزوي نشو. "

د ٢٠٠٩ کال راهیسې چې په پاکستان کې د سریلانکا په لوبغاړو برید وشو، جنوبي افریقا، بنګله دیش او زمبابوې پاکستان ته د لوبو لپاره تللي.

د پاکستان یو بل پخواني کپتان شاهد افریدي هم ویلي چې پاکستان د نورو هیوادونو لپاره ډیرې سرښندنې ورکړي او دا هیواد د ډیر څه مستحق دی.

هغه ویلي، " تیر کال د کرونا د وبا د ویرو باوجود انګلستان او نیوزلینډ ته ولاړو او مونږ بالمثله عمل غواړو. "

دا چي پاکستان نشي کولی د نړیوالې لوبډلو کوربه توب په کور دننه وکړي، د دې هیواد کرکټ بورډ شاوخوا ۲٠٠میلیونه ډالر زیان ګاللی.

XS
SM
MD
LG