د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال نکلسن: د کویټې شورا د ښارونو د نه نیولو پریکړه کړې


په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جان نکلسن وايي څلور میاشتې وړاندې طالب مشرانو د پاکستان په کویټې ښار کې غونډه وکړه او پریکړه یې وکړه چې لدې وروسته به په افغانستان کې ښارونه او ولسوالۍ نه نیسي. نلکسن ویلي طالبانو په افغانستان کې د خپل شتون د ښودلو لپاره د ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو پریکړه کړې ده.‌

جنرال نکلسن ویلي «زه (د طالبانو دغه کار ته) د دوې د موخو د ټیټوالي په سترګه ګورم او دا کار د دې مانا هم ورکوي‌ چې زموږ فشارونو کار ورکړی.»

افغان او امریکايي ځواکونه وايي طالب مشران په پاکستان کې میشت دي او له هماغه ځاې نه پر افغانستان د جګړې چارې سمبالوي. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، حنیف اتمر، تیره اونۍ امریکا غږ ته وویل چې د طالب مشرانو کورنۍ په پاکستان کې د یرغملو په توګه ساتل کیږي.

طالبان او پاکستان بیا ټینګار کوي‌ چې طالبان په افغانستان کې میشت دي.

د ۲۰۱۶ کال له سپتامبر وروسته چې طالبانو د لنډې مودې لپاره د کندز ښار تر خپلې ولکې لاندې راووست، بیا دغه ډله د افغانستان د کوم ښار په نیولو نده توانیدلې. خو په همدغه موده کې طالبانو د ځانمرګو بریدونو لړۍ توده ساتلې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) وايي په ۲۰۱۷ کال کې ۵۷ ځانمرګي بریدونه په افغانستان کې ترسره شول چې له امله یې ۶۰۵ ملکي خلک ووژل شول او له ۲۰۰۰ ډیر ټپیان شول.

یوناما دغه راز ویلي چې د ۲۰۱۶ په پرتله د طالبانو لخوا د ترسره شوو ځانمرګي بریدونو له کبله د ملکي خلکو په مرګ ژوبلې کې ۲۲ سلنه کموالی راغی، خو د داعش د بریدونو د قربانیانو په شمیر کې بیا ۱۸ سلنه زیاتوالی ولیدل شو.‌

XS
SM
MD
LG