د لاس رسي وړ اتصالات

د بوکوحرام سخت دریځو ۷۰ بزګر وژلي دي


د بوکو حرام د ډلې جنګیالیو د نایجریا په شمال کې د شولو پر کروندو باندې برید کې لږ تر لږه ۷۰ بزګران وژلي دي.

د نایجریا د برونو ایالت مقاماتو وویل چې سخت دریځو یواځې تیره ورځ د نومبر په ۲۸ (لیندۍ ۸) ۴۳ بزګران په میدوګوري ښار کې وژلي دي.

ویل شوي چې لږ تر لږه د ۳۰ بزګرو سرونه پرې کړای شوي دي.

د برونو ایالت والي ددغو کسانو د جنازې په مراسمو کې وویل چې دغه شمیرې د لومړنیو معلوماتو په اساس برابرې شوي دي.

ښایي چې د وژل شویو کسانو شمیر له هغه څه څخه زیات وي چې رپوټ ورکړل شوی دی.

د بوکو حرام ډلې سخت دریځو تیره میاشت هم ۲۲ بزګران د دوو بریدونو په ترڅ کې وژلي وو.

بوکوحرام په نایجریا کې بزګران، شپانه او کب نیوونکي په پرله پسې توګه پوځ او محلي ملیشو ته په جاسوسۍ تورنوي او پرې بریدونه کوي.

د ۲۰۰۹ کال راهیسې د نایجریا په شخړو کې لږ تر لږه ۳۶ زره کسان وژل شوي دي او شاوخوا دوه میلیونه نور بیځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG