د لاس رسي وړ اتصالات

د بوکوم حرام له منګولو خوشې شوې نجونې ابوجه ته ورسېدې


د بوکو حرام ډلې په ۲۰۱۴ کال کې پر یو ښوونځي له برید ورسته دا نجونې وتښتولې
د بوکو حرام ډلې په ۲۰۱۴ کال کې پر یو ښوونځي له برید ورسته دا نجونې وتښتولې

ولسمشر محمد بوهاري وویل دانجونی د بوکوحرام د یوشمېر مشکوکو غړیو په بدل کې، د بورنو ایالت دبانکي په ښارگوټي کې خوشې شولې.

هغه نجونې چې شاوخوا دوه کاله مخکې په نایجیریا کې د بوکو حرام ډلې تښتولې وې، خوشې شوي او پلازمینه ابوجه ته رسېدلي دي.

د نایجیریا چارواکی وايی چی د خوشې شوېو نجونو شمېر ٨٣ تنو ته رسیږي. خو مستقلو منابعو لا داشمېر ندی تائید کړی.

د نایجیریا د ولسمشر ویاند وویل چی ولسمشر محمد بوهاري به د یکشنبې ( مۍ ۷) د ماسپښین په څلورو بجو له خوشې شویو نجونو سره په پلازمېنه ابوجه کې وگوري.

نوې خوشې شوې نجونې د نایجیریا د پلازمېنې ابوجه په نړۍ وال هوايي ډگر کې سرویس موټر ته خېژي؛ یکشنبه د مې اومه، ٢٠١٧ م کال.
نوې خوشې شوې نجونې د نایجیریا د پلازمېنې ابوجه په نړۍ وال هوايي ډگر کې سرویس موټر ته خېژي؛ یکشنبه د مې اومه، ٢٠١٧ م کال.

د بوکوحرام سخت دریځو د ناېجیریا په شمال کې د ښوونځي ٨٢ نجونې خوشې کړې دي. دغه نجونې په ٢٠١۴ کال کې د چیباک په ښارگوټي کې چې د چاد او نایجیریا په سرحد کې دی برمته شوی وې.

دغه نجونې د نایجیریا پلازمېنې ابوجه ته انتقال شوې او هلته د دغه هېواد ولسمشر محمد بوهاري ته وسپارل شوې. مخکې له دېنه چې هغوی خپلو کورنیو ته وسپارل شی د هغوي صحی معاینات به وشی.

د سره صلیب نړۍ واله کمېټه وايې د یوه بیطرفه منځگړي په واسطه ېې دچیباک ٨٢ نجونې دنایجیریا د حکومت چارواکیو ته سپارلې دي. د سره صلیب نړۍ والې موسسې او د سویس حکومت په دې منځگړتوب کې څو میاشتی هڅې و کړلې څو د شنبی په ورځ دغه نجونی خوشې کړي.

ددغو نجونو له توقیف کېدلو نه وروسته د "زموږ نجونی بیرته راولئ" په نامه یو خوځښت پیل شوی و.

ایمان شیهو ددې خوځښت غړی وايي"دا ډیر ښه خبر دی زموږ زړونه ېې خوشاله کړل. د نجونو میندې او پلرونه په دې خوشال دي چی دا غمیزه پایته نیژدې کېږې. په دې کې شک نشته چې ټول نایجیریایان خوشال دي".

د دغو برمته شویو نجونو کورنیو په ډیره بې صبرۍ د خوشې شویو نجونو نوملړ ته انتظآر کاوه چی حکومت ېې خپور کړي.

بکي شونېبارې د - زموږ نجونی بیرته راولئ- دخوځښت غړې د برتانیی د سکای نیوز سره د ابوجه نه خبرې کولی. هغې وویل په دې نجونو کې په ډیرو باندی جنسی تیری شوی او جسمي کړاوونه ېې گاللی دي.

بکي شونې بارې د - زموږ نجونی بیرته راولئ- دخوځښت غړې وايي دهغوی ژوند د توقیف په موده کې د ډیرو کړاوونو څرگندونه کوي، دا حقیقت دی چی هغوی په لوږه او تیري کې ژوند تیر کړی دی. په مخکینیو نجونو کې یوشمېر له ماشومانو سره راغلې وې. یوشمیر نورو باندی جنسی تیری شوی و. خومهمه داده چی هغوی بیرته موږ ته راغلې.

خو د بوکو حرام مشر شیکاو هغه وخت په ېوه ویډیويی پیغام کې وویل چی هغوې ېې اسلام ته اړولې دي.

د چیباک د ښوونځي نجونې د ٢٠١۴ کال د اپریل په میاشت کې ونیول شوې، خو درې کاله وروسته له هغه نه خوشې شولې چې د بوکوحرام سره د ولسمشر محمد بوهاري د حکومت له خوانه اوږدې مودې لپاره مذاکرات وشول.
د چیباک د ښوونځي نجونې د ٢٠١۴ کال د اپریل په میاشت کې ونیول شوې، خو درې کاله وروسته له هغه نه خوشې شولې چې د بوکوحرام سره د ولسمشر محمد بوهاري د حکومت له خوانه اوږدې مودې لپاره مذاکرات وشول.

دغه نجونی د ٢٠١۴ داپریل په میاشت کې په داسی حال کې توقیف شولی چی د خپلې لیسی دوری ازموینی ته ېې ځان چمتو کاوه، په دې ترڅ کې٧٥ نجونې هغه وخت د پېښې له ځای نه وتښتېدلی او ٢١٩ برمته شولې.

د شنبی د ورځې نه مخکې ١٩٥ نجونی له بوکوحرام سره په توقیف کې پاتې وې، خو اوس ١١٣ ورسره پاتې شوې دي. د تیرکال د اکتوبر په میاشت کې یوویشت نجونې له مذاکراتو نه وروسته خوشی شولی.خو د پاتې نورونجونو برخلیک لاتراوسه پورې چې درې کاله کېږي، معلوم ندی.

XS
SM
MD
LG