د لاس رسي وړ اتصالات

په شپني عملیاتو کې زیاتوالی او د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه


افغان حکومت د کمانډو فرقه, قول اردو ته لوړه کړې ده.
افغان حکومت د کمانډو فرقه, قول اردو ته لوړه کړې ده.

د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستیز ډګر جنرال محمد شریف یفتلي وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال په ځانګړو او شپني عملیاتو کې دېرش په سلو کې زیاتوالی راغلی دی او د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو د رهبرۍ د کچې ډېری غړي له منځه تللي دي.

لوی درستیز نن د کمانډويي ځواک د فراغت په مراسمو کې ګډون کړی وو.

د کابل د رشخورو په سیمه کې د کمانډو د قول اردو له تعلیمي مرکز نه د تازه دمو کمانډويي ځواک د فراغت مراسم.

نن له دې قول اردو تر زرو زیات کمانډويي سرتیري فارغ شول.

دوی درې نیمې میاشتې نظامي تعلیم کړی. دا ځواک مجهز دی او د ۲۰۱۸ کال په محاربه کې به برخه واخلي.

د وسله وال پوځ لوی درستیز وویل چې دا کمانډويي ځواک ځانګړي او قاطع عملیاتونه ترسره کوي.

له امریکا غږ سره په خبرو کې لوی درستیز وویل چې سږ کال د تېر کال په پرتله په ځانګړو او شپني عملیاتو کې دېرش په سلو کې زیاتوالی راغلی دی.

په نویو فارغ شوو کمانډويي سرتیرو کې یو هم ډګرمن فرهاد دی. ډګرمن فرهاد چې ۴۵ کاله عمر لري وايي، څوارلس اوونۍ یې د کمانډو په عالي تعلیماتي مکتب کې زده کړې کړي دي.

هغه وايي، د افغانستان کمانډو د نورو هیوادونو د اردوګانو له کمانډو سره توپیر نه لري او په ښه سټنډرډ روزل شوي دي.

ډګرمن فرهاد وايي، چې اته بجي لري او له کمانډو سره یې له لومړي سره مینه وه.

افغان حکومت د څلور کلن امنیتي پلان په اساس په افغانستان کې د کمانډو فرقه قول اردو ته لوړه کړې ده.

دا قول اردو شاوخوا اوولس زره سرتیري لري او د جنرال نیکولسن په ويناء دوه چنده به شي.

XS
SM
MD
LG