د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو بادغیس کې د نوملیکنې په مرکز برید کې ۹ افغان سرتېري وژلي


د بادغیس ولایت امنیتي چارواکي وايي تیره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د مرکز په پنځه کیلومترۍ کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې پر یو مرکز برید کړی، چې له امله یې د ملي اردو نهه سرتیري وژل شوي.

د باغیس ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر غلام سرور حیدري امریکا غږ ته وویل چې دا برید تیره شپه د دغه ولایت د مرکز قلعه نو ښار سره نږدې د " باغبان" په سیمه کې شوی او د ملي اردو دوه سرتیري ټپیان شوي هم دي. هغه وویل، چې سیمې ته تازه دم سرتیري هم استول شوي دي.

ښاغلي حیدري وویل چې همداشان وسله والو طالبانو د دغه ولایت په دوو نورو سیمو کې هم د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې له امله یې پنځه پولیس او یو ولسی پاڅون کوونکی وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د باغیس ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امروویل، چې تیره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولایت د قادس ولسوالۍ د "لنګر" په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید وکړ، چې له امله یې یو ملي پولیس، یو سیمه ییز پولیس او یو ولسي پاڅون کوونکی ووژل شول او دا سیمه هم د وسله والو طالبانو لاس ته ورغله.

ښاغلي حیدري وویل، چې وسله والو تیره شپه د قادس ولسوالۍ په دولس کیلو مترۍ کې د " جوالق" په سیمه کې د افغان ځواکونو پر یوه پوسته هم برید کړی، چې په پایله کې یې د ملي پولیسو درې سرتیري وژل شوي او څلور نور یې ټپیان شوي دي.

د بادغیس د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بیګ امریکا غږ ته د افغان امنیتي ځواکونو ته د تیرې شپې تلفات تائید کړل او د دې کار علت یې د دغه ولایت د ولایتي چارواکو کاري کمزورتیا وګڼله.

د ډیرو هڅو سره سره مو د بادغیس د ولایت د سرپرست فیض محمد میرزازاده نظر ترلاسه نه کړی شو. طالبانو ادعا کوي چې برید هغوی کړی دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وري د میاشتې په ۲۵ مه د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د راروانو ټاکنو لپاره د رايې ورکوونکو د نوملړ د ترتیبولو لپاره د نوم لیکنې بهیر کړی، چې د بهیر د پیل سره سم د افغان حکومت وسله والو مخالفانو د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې پر دغو مرکزونو بریدونه کړي دي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د پلاوي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر له پیل راهیسې په کابل، غور، بادغیس او د ننګرهار په ولایتونو کې د نوم لیکنې پر مرکزونو باندې وسله والو بریدونه کړي دي.

دغې ټولنې ویلي، چې دا ډول بریدونه به په افغانستان کې د دیموکراسۍ د روان بهیرمخه ونه نیولی شي. اروپایي ټولنې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې پر مرکزونو بریدونه په سخټو ټکو غندلي او ویلي دي، چې دا ټولنه د افغانانو په خوا کې ولاړه ده.

XS
SM
MD
LG