د لاس رسي وړ اتصالات

د حامد کرزي هوايي ډګر کې د مخدراتو ۹ قاچاقبران نیول شوي


د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، پولیسو په تیره یوه اونۍ کې د مخدره موادو د ۲۴ قضیو په تړاو ۳۴ قاچاقبران نیولي او د عدلي او قضايي تعقیب لپاره یې دغه مرکز ته سپارلي دي.

د دغه مرکز ویاند احمد خالد مؤحد امریکا غږ آشنا ته وویل، چې په نیول شوو کسانو کې یوه ښځه او یو ایرانی وګړی هم شامل دي.

د ښاغلي موحد پر وینا د نیول شوو کسانو له شمیرې ۹ تنه یې د کابل د حامد کرزي په هوايي ډګر کې نیول شوي، چې غوښتل یې له کابل څخه د هندوستان پلازمینې ډهلي ته هیروئین قاچاق کړي.

هغه وویل "دغه مرکز ته په رسیدولو قضیو کې، ۹ قضیې یې چې فاعلینو یې د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه د هندوستان هیواد (ډهلي ښار) ته د هیروئین ډوله مخدره موادو د انتقالولو نیت درلود، هم شاملې دي".

د خالد مؤحد پر وینا، پاتې قاچاقبران په جوزجان، کندز، نیمروز، بغلان، تخار، بدخشان، هلمند، هرات او ننگرهار ولایتونو کې پولیسو نیولي دي.

ښاغلي مؤحد زیاته کړه، په قوانیونو کې د تازه بدلونونو پر بنسټ د هوايي ډګرونو له لارې د مخدره موادو د قاچاق ټولې قضیې چې په هره کچه کې وي، دروند جرم ګڼل کیږي او دغه مرکز یې د څیړلو صلاحیت لري.

هغه وویل، پولیسو له نیول شوو کسانو څخه ۱۳۸ کیلوګرامه هیروئین، ۴۵۸ کیلوګرامه اپین، ۵۴۱ کیلوګرامه چرس او نږدې ۵۰۰ لیټره الکولي مشروبات ترلاسه کړي دي او دغه راز۱۸۸ لیټره تیزاب چې د هیروئينو په جوړولو کې ترې استفاده کیږي، هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

ښاغلي موحد وویل "۵۰۰۰ افغانۍ،۳۹۸۰ امریکايي ډالر، ۶۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې، ۵۰۰۰۰ هندي کلدارې، ۶۱۶۰۰۰ ایراني تومان، ۳۸ ګرځنده ټیلیفونونه، او ۱۱عرادې موټرې هم له دغو قاچاقبرانو څخه ضبط شوي دي".

احمد خالد مؤحد دغه راز وویل، د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د استیناف محکمې په دې موده کې ۴ تنو ته د مخدراتو د قاچاق په تور د بند د مختلفو مودو سزا اورولې ده.

XS
SM
MD
LG