د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د افغان ځواکونو عملیاتو کې د ملکي تلفاتو ادعا شوې


د ننګرهار د حوزوي روغتون ډاکټران وايي، د چپرهار د پیښې له ځایه یې شپږ ټپیان دغه روغتون ته وروړي دي.
د ننګرهار د حوزوي روغتون ډاکټران وايي، د چپرهار د پیښې له ځایه یې شپږ ټپیان دغه روغتون ته وروړي دي.

په ننګرهار کې د افغان پوځ په عملیاتو کې د یو شمېر ملکي کسانو د وژلو ادعا شوې ده.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه د دغه ولایت د چپرهار ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د سیمه ییزو پولیسو د یو قوماندان په ګډون نهه تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.

تراوسه افغان ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل، چې دغه عملیات افغان ځانګړو ځواکونو کړي، چې له امله یې نهه تنه وژل شوي او اته نورزخمیان شوي دي.

هغه وویل، چې په ټپیانو کې یوه ښځه او یوه ماشومه هم شامله ده. د ننګرهار والي حیات الله حیات رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې په دې پیښه ژوره خواشیني ښودلې ده.

ښاغلي حیات ویلي "د پیښی د دقیقې څیړنی لپاره د کابل څخه یو لوړ پوړی پلاوی ټاکل شوی. شهیدانو ته جنةالفردوس او زخميانو ته عاجله شفا او غم ځپلو کورنیو ته د زړه صبر غواړم. د مشرانو جرګی د دروند رئیس او د متضرری کورنی د ټولو غړو صبر او حوصلی څخه د زړه له کومی مننه کوم".

د ننګرهار د ولایت د مهاجرینو د چارو رئیس غلام حیدر فقیرزي، امریکا غږ وویل، چې قربانیان عام خلک دي او د ‌‌‌‌‌‌ډېر یې د مشرانو جرګې د رئیس فضل الهادي مسلمیار د کورنۍ غړي دي.

هغه وویل، چې تیره شپه په دولسو بجو د صفر دو قطعې عملیات کوونکي ځواکونه د دوی کلي ته ورغلي وو، نهه کسان یې وژلي او شپږ نور یې زخمیان کړي دي، چې په وژل شويو کې د محلي پولیسو یو ځايي قوماندان زړور او د هغه دوه ساتونکي هم شامل دي.

ښاغلي فقیرزي وویل ،چې د کلي خلکو فکر کړی و ، چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې وسله وال یې په کلي ورغلي، ځکه نو د دوی د معلوماتو لپاره ځینو خلکو وسلې راخیستي، چې ‌‌‌‌‌‌ډزې وشوې او مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجیب الله کامه وال وايي چې تر اوسه د دغه ولایت مرکزي روغتون ته نهه جسدونه او شپږ زخمیان ور وړل شوي چې د ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم د چپرهار ولسوالۍ کې د صفر دو قطعې په عملیاتو کې یو شمیرځايي کروندګرو ته مرګ ژوبله رسیدلې وه.

XS
SM
MD
LG