د لاس رسي وړ اتصالات

سودان کې د الوتکې لویدو په پیښې کې ۹ تنه وژل شوي


آرشیف
آرشیف

د سودان پوځ وایي د دې هیواد د پورټ سودان په هوایي ډګر کې یکشنبه جولای ۲۳ (زمري۱) د څلورو سرتیرو په ګډون ۹ تنه هغه وخت ووژل شول چې یوه ملکي الوتکه رانسکوره شوه.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې دا انتونوف الوتکه د سودان په ختیځ کې په هوايي ډګر کې لویدلې او یوه ماشومه پکې ژوندۍ پاتې خو لا معلومه نده چې دا ماشومه څوک ده او څنګه ژوندۍ پاتې.

پوځ ویلي چې الوتکه د تخنیکي عوارضو له کبله لویدلې خو پدې هکله یې نور جزیات ندي ورکړي چې تخنیکي عوارض څه ډول و او دا چې الوتکه له هوایي ډګر څخه کوم لور ته روانه وه.

په اعلامیې کې ویل شوي چې الوتکې د پرواز کولو پر وخت فعالیت پریښود.

د پورټ سودان په نامه دا هوایي ډګر لا هم پدې هیواد کې پداسې حال کې فعال دی چې د پوځ د لوی درستیز جنرال عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه د ملیشو مشر جنرال محمد حمدان ډاګلو تر منځ د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې راپدیخوا د واک پر سر جګړې روانې دي.

تر اوسه ددې دواړو جنرالانو تر منځ په جګړې کې نږدې ۴ زره کسان وژل شوي او سلګونه زره نور بې کوره شوي.

د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د اپریل د میاشتې راپدیخوا چې د دې دواړو جنرالانو تر منځ جګړه پیل شوې څو ځله اوربندونه وشول تر څو جګړه پای ته ورسیږي خو دې هڅو تر اوسه ښکاره نتیجه نده ورکړې.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په سودان کې د تازه جګړې له کبله څه باندې ۳ ملیونه وګړي بې کوره شوي چې ۷ سوه زره یې ګاونډیو هیوادونو ته کډې کیدو ته اړ شویدي.

د چټک ملاتړ ځواکونه (RSF) هغه ملیشې دي چې د سودان پخواني دکتاتور عمر البشیر په ۲۰۰۳ کال کې د دارفور په سیمه کې د قومي اقلیتونو لخوا د پیل شوي بغاوت ځپلو لپاره وګمارلې.

پدې ډلې د ډله ایزې وژنې، جنګي جنایاتو او بشریت ضد جنایاتو تورونه لګول شویدي.

XS
SM
MD
LG