د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په دوو جلا بمي چاودنو کې ۹ تنه وژل شوي


آرشیف
آرشیف

په پاکستان کې پولیس وایي په دوو جلا بمي چاودنو کې چې د دې هیواد په شمال لویدیځ او جنوب لویدیځ کې دوشنبه اګست ۷ (زمري۱۶) وشوې، لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي خو هیڅ کومې ډلې یې د کولو ادعا نده کړې.

پولیس وایي د سړک د غاړې د یو بم په چاودنې کې چې د بلوچستان ولایت د کیچ په ولسوالۍ کې وشوه، د سیمې یو سیاستوال د خپلو ۷ ملګرو سره پکې ووژل شو.

په سیمه کې د پولیسو مشر حیدر علي د اې پي خبري اژانس ته ویلي چې وژل شوی سیاستوال اسحاق یعقوب نومیده او د بلوچستان عوامي ګوند غړی و.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې خو د کالونو راپدیدخوا پدې سیمې کې بلوڅ بیلتون غوښتونکي د پاکستان د حکومت پر ضد وسله وال بغاوت کوي.

د بلوچستان په ولایت کې د دې چاودنې څخه یوازې څو ساعته وړاندې په شمالي وزیرستان کې یو ځانمرګي برید کوونکي چې چاودیدونکي مواد یې په موټر کې ځای پر ځای کړي و، هدف ته تر رسیدو وړاندې یې چاودنه کړې.

پولیسو ویلي پدې چاودنې کې یوه ښځه او خاوند چې تازه یې واده کړی و وژل شوي چې د ځانمرګي برید کوونکي موټر سره په خوا کې یې موټر تیریده.

د سیمې یو حکومتي چارواکي رحمت الله مطبوعاتو ویلي چې د چاودنې پر وخت د چاودیدونکو موادو شنډولو یوه ډله هم په سیمه کې موجوده وه خو هغوي ته پدې چاودنې کې کوم زیان ندی اوښتی.

لا معلومه نده چې د ځانمرګي برید کوونکي هدف همدا ډله وه که نه.

ښاغلي رحمت الله ویلي، "مونږ شک لرو چې ځانمرګي برید کوونکي چاودیدونکي مواد په غلطۍ او یا هم د وخت څخه وړاندې چولي دي خو په چاودنې کې یوه ښځه او خاوند وژل شوي چې موټر یې د چاودنې سیمې ته سره نږدې و".

لا نده څرګنده چې دا ځانمرګی برید کوونکې کومې ډلې دې سیمې ته استولی و خو احتمال شته چې ملامتي یې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ په ډلې واچول شي چې د تیر یو کال راپدیخوا یې د پاکستان امنیتي ځواکونو په خلاف بریدونو ته زور ورکړی.

پاکستاني چارواکي‌ ادعا کوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په کابل کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په پاکستان کې‌ د پاکستاني طالبانو بریدونه زیات شوي‌ دي. دوی وايي دا ډله له افغانستان څخه خپل بریدونه پلان کوي،‌ خو افغان طالبان دا تور نه مني.

پاکستان کې دا بریدونه داسې مهال کیږي چې په پاکستان کې یو لوړ پوړي چارواکي امریکا غږ ته ویلي‌ دي چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د سرحد په پورې غاړې او په پاکستان کې بریدونه "حرام" بللي دي.

دغه چارواکي، چې نغواړي نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ ته ویلي دي، چې دا مسئله کابل ته د اسلام اباد د ورغلي پلاوي سره په خبرو کې مطرح شوې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ یو پلاوی څه موده مخکې کابل ته ولاړ او هلته یې له طالب مقاماتو سره خبرې وکړې.

د دغو غونډو په اړه اګاه سرچېنې امریکا غږ ته ویلي چې په غونډو کې په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو "ټي ټي پي" د بریدونو او په افغانستان کې د "هغوی د موجودیت" په اړه بحثونه وشول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG