د لاس رسي وړ اتصالات

تیرکال جګړو کې ۳۴۳۸ ملکي افغانان ووژل شول - یوناما


یوناما ویلي، چې په ۲۰۱۷ کې ۳۴۳۸ ملکي افغانان وژل شوي او ۷۰۱۵ نور ټپیان شوي.
یوناما ویلي، چې په ۲۰۱۷ کې ۳۴۳۸ ملکي افغانان وژل شوي او ۷۰۱۵ نور ټپیان شوي.

د ملکي تلفاتو په اړه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (UNAMA) د ۲۰۱۷ کال راپور ښيي، چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۹ فیصده را ټيټه شوې ده.

د یوناما د ۲۰۱۷ کال د ملکي تلفاتو په راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې په ۲۰۱۷ کال کې ۱۰۴۵۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپور کې ویل شوي، چې ۳۴۳۸ ملکي وګړي د جګړو، نښتو، بمباریو او ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي او ۷۰۱۵ نور ټپيان شوي دي.

یوناما په ۲۰۱۷ کال کې د ښځو او ماشومانو پر مرګ‌ژوبلې اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په دغه کال کې ۸۶۱ ماشومان وژل شوي او ۲۳۱۸ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز راپور کې ویل شوي، چې په دې موده کې ۳۵۹ ښځې وژل شوي او ۸۶۵ ټپیانې شوې دي.

یوناما د دغې مرګ‌ژوبلې د دوه پر دریو برخې (۶۵ فیصده) مسولیت د افغان دولت د وسله‌واله مخالفینو په غاړه اچولی دی.

د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو د راپور د خپرولو پر مهال خبریالانو ته وویل " کله چې وینو ملکي وګړي په نښه کیږي، په دې فکر کې کیږو چې دا وضعیت به تر کله دوام مومي، عاملین به یې څه فکر کوي، هغوی ادعا کوي چې له افغانانو څخه استازیتوب کوي، خو د هغوی اعمال د خلکو د ګټو به خلاف دي. هغوی په خپل لاس خپل خلک په تر ټولو وحشتناکه بڼه وژني او د وحشت او مُصیبت لامل کیږي".

یوناما د ۱۰۰۰ ملکي وګړو مرګ‌ژوبله داعش ډلې ته منسوب کړې، چې د تلفاتو د ټولې شمیرې لس فیصده جوړوي.

دغې ادارې په ۲۰ فیصده ملکي تلفاتو کې، د افغان حکومت‌ پلوه ځواکونه ګرم ګڼلي، چې د اوړم کال په پرتله ۲۳ فیصده کموالی ښيي.

د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، چې په تېر میلادي کال کې د هوايي بمباریو له امله د ملکي تلفاتو کچه اووه په سلو کې زیاته شوې ده.

یوناما وايي، د هوايي بمباریو له امله د ملکي تلفاتو تر ټولو زیاته کچه په ۲۰۱۷ کال کې وه ، چې ددې کال د عمومي ملکي مرګ ژوبلې شپږ فیصده جوړوي.

د دغې ادارې شمیرې ښيي، چې د نړیوالو او افغان هوايي ځواکونو په بمباریو کې ۲۹۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳۶ نور ټپیان شوي دي.

یوناما دا هم ویلي، چې په همدې کال کې د پاکستان د پوځیانو په توغندیزو بریدونو کې یو په سلو کې ملکي تلفات اوښتي او ۲۳ ملکیان یې له امله وژل شوي دي.

یوناما وايي، چې هر لوري سره یې د ملکي تلفاتو دا راپور شریک کړی خو له داعش ډلې سره هیڅ راز تماس نه لري.

یوناما تینګار کړی، چې د دغه راپور د خپرولو هدف د چا ملامتول نه، بلکې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د جګړې د ښکیلو غاړو له خوا د نړیوالو منل شوو اصولو او نافذه قوانینو د رعایت کولو هڅه ده.

یوناما له ۲۰۰۹ کال راهیسې په ملکي تلفاتو راپورونه ورکوي او دا د تېر کال راپور یې نهم راپور وو.

XS
SM
MD
LG