د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په ځانمرګي برید کې ۹ پولیس افسران وژل شوي


آرشیف
آرشیف

په پاکستان کې پولیس وایي نن دوشنبه مارچ ۶ (کب ۱۵) د بلوچستان په ولایت کې د پولیسو په موټر په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۹ پولیس افسران وژل شوي او ۱۶ نور ټپي شویدي.

په سیمه کې د پولیسو یو جګپوړي چارواکي عبدالحی عامر د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ځانمرګی برید کوونکي په موټر سایکل سپور و او هغه وخت یې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد وچول چې د پولیسو د موټرو قطار ته نږدې شو.

پولیسو ویلي چې پیښه د بلوچستان ولایت د سبي په سیمې کې شوې چې د مرکز کویټې څخه ۱۶۰ کیلو مټره لیرې ختیځ خوا ته پرته ده.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې خو د بلوچستان په ولایت کې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو تر څنګ نورې وسله والې ډلې هم فعالیت لري چې وخت ناوخته د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

د دې چاودنې څخه یوه ورځ وړاندې د خیبر پښتونخوا په ولایت کې هم په دوو چاودنو کې درې تنه وژل شوي و.

په پاکستان کې د تاوتریخوالي دغه تازه پېښې داسې وخت کې کیږي چې تیره ډسمبر میاشت کې د پاکستان له حکومت سره د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د اوربند د پای ته رسېدو تر اعلان وروسته په بلوچستان ایالت او نورو سیمو کې پر پاکستاني سرتیرو چاودنې او بریدونه زیات شوي دي.

پاکستاني مقامات ادعا کوي چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو تر حاکمیت لاندې پټنځایونه لري او په پاکستان کې بریدونه پلانوي، خو د افغان طالبانو حکومت دا ادعا ردوي.

څو ورځې مخکې د پاکستان د دفاع وزیر په مشرۍ یو پلاوی افغانستان ته ولاړ او د نورو مسائیلو تر څنګ یې د پاکستاني طالبانو په اړه هم له افغان طالبانو سره خبرې کړې وې.

امریکا او ځینې نور هېوادونه له افغان طالبانو غواړي چې پرېنږدي تروریستي ډلې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو په ضد د بریدونو لپاره کار واخلي. د طالبانو حکومت په وار وار دا خبره کوي چې د افغانستان خاوره به د نورو په ضد نه کارول کېږي.

XS
SM
MD
LG