د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: داعش په کوټ کې ښځې نه دي برمته کړي


کوټ کې د جګړې درېیمه ورځ ده خو لاهم وضعیت ترینګلی دی
کوټ کې د جګړې درېیمه ورځ ده خو لاهم وضعیت ترینګلی دی

د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې د کوټ ولسوالۍ په جګړه کې یې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې ته درنه مرګ ژوبله اړولې او هغه رپوټونه یې په کلکه رد کړل چې ګوندې د داعش وسله والو ښځې او ماشومان له ځانونو سره وړي دي.

والي سیلم کندزی چې تېر ماخستن یې په جلال اباد ښار کې د ننګرهار له امنیه قوماندان او ملي امنیت ادارې مشر سره ګ‌‌‌‌‌‌ډ خبري کنفرانس ته خبرې کولې وویل چې د کوټ په دوه ورځنۍ جګړه کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې یوسل پنځه دېرش داعش وسله وال وژل شوي او تر دې ‌‌‌‌‌‌ډېر زخمیان دي.

نوموړی وایي په شوې جګړه کې لس حکومتي ځواکونه او دوه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

والي وایي په دغه جګړه کې د ‌‌‌‌‌‌ډېرو کورنیو ښځینه او نارینه غړي تري تم شوي وو او خلکو فکر کاوه چې ګوندې داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې وړي دي خو وروسته څرګنده شوه چې دغه ښځې او ماشومان امن سیمو ته له خپلو خپلوانو کره تللې وې.

دغې خبرې ناستې ته د ننګرهار د ملي امنیت ادارې مشر برید جنرال داد محمد حریفي وویل چې د کوټ جګړه د داعش ‌‌‌‌‌‌‌ډلې یو رهبر سعد امارتي په مشرۍ نژدې شپږ سوو وسله والو پیل کړې ده.

نوموړی وایي په شوې جګړه کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې دوه مهم قوماندانان خطاب او کامران هم وژل شوي دي.

حریفي همدا راز زیاته کړه چې په کوټ کې به دوه سوه نوي سیمه ییز پولیس هم ځای پر ځای شي چې په درنو وسلو سره به د داعش مقابله کوي.

که څه هم چارواکو ویلي چې په کوټ ولسوالۍ کې له داعش سره پیل شوې جګړه اوس ارامه ده خو د ګ‌‌‌‌‌‌ډو حکومتي ځواکونو عملیات لا هم روان دي.

تر اوسه د داعش وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کوټ د جګړې درېیمه ورځ ده خو لاهم وضعیت خطرناک دی او سلګونو کورنیو خپلې ک‌‌‌‌‌‌ډې خوندي سیمو ته وړي او لاهم روانې دي.

هوایي بریدونه

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي ادارې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چی د کوټ او خوږیاڼو ولسوالۍ کې د تازه هوایي بریدونو په پایله کې لسګونه داعش وسله وال او طالبان وژل شوي دي.

په خبر پاڼه کې ویل شوي چې تېره شپه حکومتي هیلکوپرو په بمبارۍ او جګړه کې د داعش اتلس وسله وال وژل شوي او دوه ویشت ټپیان دي.

دوی وایي د خوږیاڼو په وزیرو کې هم هوایي بریدونه شوي چې له امله یې د قوماندان خالد په ګ‌‌‌‌‌‌ډون شپږ طالب وسله وال وژل شوي او دوه نور زخمیان دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو او داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې د وروستۍ جګړې او بمبارۍ په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG