د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار والي له خپلې دندې استعفی وکړه


سلیم خان کندزي نږدې شپاړس میاشتې وړاندې د جمهوررئیس غني له خوا د ننګرهار د والي په توګه ټاکل شوی وو.
سلیم خان کندزي نږدې شپاړس میاشتې وړاندې د جمهوررئیس غني له خوا د ننګرهار د والي په توګه ټاکل شوی وو.

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي نن سهار د ولایت مقام په کرزي تالار کې د رسنیو او لسګونو قومي مشرانو په حضور کې له خپلې دندې استعفی اعلان کړه.

نوموړي د خپلې استعفی لامل خپله شخصي ستونزه وبلله او ویې ویل چې هیڅ چا استعفی کولو ته اړ کړی نه دی.

سلیم خان کندزي دې غونډې ته وویل چې مرکزي ادارې یې هغسې چې لازم وو ملا نه ورتړله او د ننګرهار د ولسونو ستونزو ته یې هم لازمه رسیده ګي نه ده کړې.

که څه هم په غونډه کې ناستو ولسي خلکو او قومي مشرانو د ننګرهار د والي پر استعفی خواشیني وښوده او هغه یې د ننګرهار لپاره د یو ښه والي په توګه یاد کړ خو والي وویل چې په خپله خوښه یې استعفی کړې ده.

که څه هم په دې غونډه کې خبریالانو هڅه وکړه چې د ننګرهار له والي څخه د هغه د استعفی په اړه نور جزیات هم واخلي خو سلیم خان کندزي رسنیو سره خبرې کول ونه غوښتل.

شاوخوا شپاړس میاشتې کېږي چې سلیم خان کندوزی د ننګرهار د والي په توګه دنده پر مخ وړله.

سلیم خان کندزي د ننګرهار د ولایت د والي په توګه د ټاکل کیدو وړاندې د افغانستان د کرهڼې اوبولګولو او د مالدارۍ د وزارت د مرستیال په توګه هم دنده سرته رسولې ده.

سلیم خان کندزی لومړنی والي دی، چې د ملي یووالي د حکومت د جوړیدلو راوروسته یې استعفی کړې ده.

دمخه ولسمشر غني د کندز والي محمد عمر صافی او د پکتیکا والي عبدالکریم متین د والیانو په توګه د ټاکلو څو میاشتې وروسته په خپلو دندو کې د پاتې راتلولو له امله له کاره ګوښه کړې وو، خو بیا وروسته یې عبدالکریم متین د غزني د والي په توګه وګماره چې اوس هم ددغه ولایت د والي په توګه کار ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG