د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې دځمکو غصب مخنیوي لپاره کمپاین پیل شو


شمېرو له مخې په ننګرهار کې نژدې ۳۰۰ زره جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده .
شمېرو له مخې په ننګرهار کې نژدې ۳۰۰ زره جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده .

چارواکي وايي، په ننګرهار کې دځمکو دغصب مخنیوي په موخه دټولو ولسوالیو په کچه عمومي کمپاین پیلوي او هغه دولتي ځمکې چې غصب شوي بېرته راګرځوي.

درسمي شمېرو له مخې په دغه ولایت کې دسلګونو کسانو لخوا نژدې ۳۰۰ زره جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده .

دننګرهار مرستیال والي محمد حنیف ګردیوال ،چې نن یې دبهسودو ولسوالۍ په"کان کترغۍ" سیمه کې د غصب شوې ځمکې ځينۍ سنګ کارۍ او چاردیوالۍ نړولې خبریالانو ته وویل،چې دا ځل یې کلک تعهد کړی تر څو غاصبین دقانون منګولو ته وسپاري.

دبهسودو ولسوالۍ په اړونده دغه سیمه کې نن (یکشنبه) لسګونه هغه دیوالونه دبلډوزرو په وسیله ړنګ وشوو،چې بېلابېلو خلکو پرې دودانیو دجوړولو نیت درلود.

مرستیال والي حنیف ګردیوال وویل: " مونږ پرېکړه کړې ده ،چې دغصب مخه به نیسیو. عمومي کمپاین به شروع کوو دټولو ولسوالیو په کچه، مونږ ټولو ولسوالانو ته ویلي،چې په جدي توګه دغصب شوې ځمکې او یا نوې غصبېدونکې ځمکې په اړه به جدي اقدامات کوي".

نوموړی وايي په ډېرو سیمو کې شته غاصبینو پر عامو خلکو ځمکې پلورلي او ژمنې یې ترې اخیستي،چې ددولت ذمه واري یې نه شي کولی .

که څه هم ګردیوال دځمکو لوي غاصبین په نښه نه کړل خو وايي،چې زوراکي او مافیايي کړیو ډېرې ځمکې غصب کړي دي.

دبهسودو ولسوال اسرار الله قاضي زاده،چې دځمکو دغصب مخنیوي په کمپاین کې یې برخه اخیستې وه وویل،چې په دغه ولسوالۍ کې اکثره غصب، دسیمې اوسېدونکو، زورواکو او مافیايي کړیو کړی دی ،چې دلوړپوړو دولتي چارواکو لخوا یې حمایه کېږي.

نوموړی وايي: " مونږ کلکله ژمنه کړې او په دې ولسوالۍ کې به دغصب مخنیوی کوو".

خو په دغه ولایت کې ځايي اوسېدونکي تر ډېره ددولتي چارواکو په دغسې کمپاینونو باور نه لري.

دوی وايي دغه مبارزه یواځې دڅو ورځو لپاره دوام کولی شي .

ددې ولایت اوسېدونکی سیف الرحمن وايي: " دا خلک چې دغصب مخنیوی کوي په خپله پکې لاس لري، کنه یې لرلی نو دا څو کلونه وشول، تر اوسه یې هیڅ ونه کړل او غصب لاهم روان دی ".

معلومه شي،چې دټولو ولسوالیو په کچه پېلېدونکی کمپاین به تر کومه حده بریالی شي،چې دځمکو دروان غصب مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG