د لاس رسي وړ اتصالات

ترمپ ایراني مشرانو سره خبرو ته چمتو دی


ایران او شمالي کوریا به د ملگرو ملتونو د ٧٣ عمومي غونډې مهم بحثونه وي.
ایران او شمالي کوریا به د ملگرو ملتونو د ٧٣ عمومي غونډې مهم بحثونه وي.

جگپوړي امریکایي چارواکي وایي ولسمشر ترمپ د ملگرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې د ایراني مشرانو سره مخامخ خبرو چمتو دی، په دې شرط چې ایران په خپله تگلاره کې بدلون ته امادگي وښیي.

د نړۍ ګڼ شمېر مشران او لوړ رتبه چارواکي د سپتمبر په وروستۍ اونۍ کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون لپاره نیویارک ښار کې راټولیږي. د متحده ایالاتو ولسمشر به د ملګرو ملتونو ٧٣ مې عمومي اسامبلۍ په څنډو کې د نړۍ له یو شمېر مشرانو سره هم وویني.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به سې شنبې (سپتمبر ٢٥) د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وینا وکړي چې د امریکايي چارواکو په وینا د ایران، په بریتانیا کې د پخواني روسي جاسوس د مسمومېدو د قضیې، د شمالي کوریا د اټمي پروګرام او د کیمیاوي وسلو په ګډون د یو شمېر موضوعات په اړه به څرګندونې وکړي.

د ایران د اتمي معاملې څخه د امریکا له وتلو او په ایران باندې د اقتصادي فشارونو وروسته، ایران به د ملگرو ملتونو په عمومي کلنۍ غونډه کې د بحث توده موضوع وي.

په ملگرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي ویلي چې ولسمشر ترمپ به د چهارشنبې په ورځ د ایران په اړه د امنیت شورا د غونډې مشري وکړي، خو د هغه څرگندونې به ډیرې پراخې وي.

اغلې هیلي زیاته کړه چې ولسمشر ترمپ د ملگرو ملتونو د غونډه په څنډه کې د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره د خبرو لپاره چمتو دی، خو ایران دا غوښتنه نده کړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دا خبره تائیده کړې ده.

اغلې هیلي او پمپیو ویلي چې ایران تر اوسه نده ښکاره کړې چې تهران مثبتو خبرو اترو او د خپلې تگلارې د بدلون لپاره تیار دی.

خو د دوشنبې په ورځ (سپتمبر ٢۴) د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب مرستیال قوماندان حسین سلامي چې د اهواز په برید کې د وژل شویو کسانو د جنازې په مراسمو کې یې خبرې کولې امریکا او اسراییل په اهواز کې د پوځي رسم گذشت په مهال برید کې تورن کړل او خبرداری یې ورکړ چې دواړه هیوادونه له ایران څخه ویجاړونکي غبرگون ته ځانونه تیار کړي.

زرگونه ایرانیان د سپتمبر په ٢۴ د شنبې د ورځې د قربانیانو د جنازې د مراسمو لپاره د اهواز په سړکونو باندې راټول شوي و او "مرگ دې وي امریکا او اسراییل ته" شعارونه یې ورکول.

د شنبې د ورځې برید کې چې د ایران په تاریخ کې د سپاه پاسداران انقلاب غړو باندې خونړی وسلوال برید ښودل شوی د سپاه پاسداران د ١٢ غړو په گډون ٢٥ تنه وژل شوي او تر اویا زیات ټپیان دي.

داسې بریښي چې د تهران له خوا د اتمي معاملې د مراعاتولو برسیره امریکا په ایران باندې بندیزونو زیات کړي.

ځیني څارونکي وایي چې هغوی تمه لري ولسمشر ترمپ به سږکال د ایران په اړه کلک دریځ غوره کړي. بلکل هغه ډول چې د شمالي کوریا د مشر کیم جونگ اون په اړه د ملگرو ملتونو د تیر کال په غونډه کې غوره کړی و او تر یو حده یې نتیجه هم ورکړه چې اوس د کیم په اړه په خپل تویتر کې مثبتې خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG