د لاس رسي وړ اتصالات

مټېس: په شمالي کوریا بندیزونه به تر غیر اتمي کیدو پورې پاتې شي


د امریکا د دفاع وزیر وایي شمالي کوریا ته به ځینې امتیازونه په مشروط ډول ورکړل شي.
د امریکا د دفاع وزیر وایي شمالي کوریا ته به ځینې امتیازونه په مشروط ډول ورکړل شي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس وايي، شمالي کوریا ته به تر هغه پورې امتیاز ورنه کړل شي چې له اټمي وسلو د کوريا ټاپووزمې د تصفيې لپاره یې څرګند ګامونه نه وي اخیستي.

ښاغلي متیس دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې د جون پر ۱۲ مه به په سینګاپور کې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره ملاقات وکړي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم مټېس چې د یکشنبې په ورځ (د جون میاشتې په دریمه نېټه) په سنګاپور کې د اسیا د امنیتي سرمشرېزې په څنډه کې د جاپان او جنوبي کوریا د دفاع له وزیرانو سره په خبرو کې وویل چې د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو سرمشریزې ته لاره ستونزمنه ده.

د جنوبي کوریا د دفاع وزیر سنگ ینگ مو ویلي هغه د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ د خبرو په اړه هیله مند دی.

د فرانسې د دفاع وزیره فلورانس پارلي نن یکشنبې د شمالي کوریا په وړاندې د ملگرو ملتونو د بشپړ بندیزونو په عملي کیدو ټینگار وکړ څو د هغې په وینا د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ غونډه یوې هر اړخیزې موافقې ته ورسیږي.

د سینگاپور د دفاع وزیرانو په نړېوالې امنیتي غونډه کې د قطر، فلیپین او جرمني د دفاع وزیران د ترهگرۍ ضد، د اقلیم د بدلون، اروپا کې د ازادې سوداگرۍ او د سرحدونو د امنیت په مسلو ویناوې ورکړې.

واشنگتن هڅه کوي چې د سینگاپور د امنیتي غونډې څخه په استفادې، د پیونګ یانګ د اټمي وسلو د پروګرام د له منځه وړلو په مقصد ډیپلوماسي چټکه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ناڅاپه اعلان وکړ چې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د ده سرمشریزه به له پخواني پلان سره سم د جون په ۱۲مه نېټه په سنګاپور کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG