د لاس رسي وړ اتصالات

د اماراتو او قطر ترمنځ تګ راتګ او سوداګري بیرته پیل کیږي


د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د خلیج عربي هیوادونه قطر سره تجارتي اړیکې او تګ راتګ بیرته پیل کوي، خو په وینا یې قطر سره ددغو هیوادونو د دپلوماتیکو اړیکو بیرته پیل کیدل د باور د ترلاسه کولو لپاره زیات وخت او هڅو ته اړتیا لري.

سعودي عربستان د سه شنبې په ورځ د خلیج د همکارۍ سازمان په غونډه کې د قطر سره د اختلافونو د پای ته رسولو د بریا خبر ورکړ. د سعودي عربستان، بحرین، اماراتو او مصر اړیکې د ۲۰۱۷کال له نیمایي څخه راپدیخوا کړکیچنې دي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر انور قرقاش، د پنجشنبې په ورځ جنورۍ اوومه (مرغومي ۱۸) په یو آنلاین خبري کنفرانس کې وویل هغه اقدامات چې د موافقې وروسته په یوه اونۍ کې باید ترسره شي هغه "د هوایي چلند، حمل ونقل او سوداګرۍ عملي اقدامات" دي.

خو بیا هم د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې ایران، ترکیه او سیاسي اسلامپاله ډلو په څیر جیوپولیتیکو مسایلو ته په پاملرنې د بشپړه دپلوماتیکو اړیکو ټینګول وخت ته اړتیا لري. ښاغلي قرقاش زیاته کړه چې ددغو ستونزو د حل لپاره به کاري ډلې کار وکړي.

ددغې موضوع په اړه خبرو منابعو د رویترز اژانس ته ویلي چې د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ حکومت او ریاض د قطر نور مخالف هیوادونه د دوحې سره د موافقې لپاره تر فشار لاندې نیولي دي.

سعودي عربستان د قطر سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د خپلو متحدینو څخه ژر عمل کړی دی او تیره دوشنبه یې خپل هوایي او ځمکني سرحدونه د هغه هیواد سره پرانستي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني فایننشیل ټایمز ته ویلي دي چې دوحې موافقه کړې د نړیوالې سوداګرۍ په سازمان او نړیواله محکمه کې د بندیزونو اړوند حقوقي دوسیې تعلیق کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې هیواد یې همداشان د ترهګرۍ سره په مبارزه او "د دولتونو ترمنځ امنیت" برخه کې همکاري کوي، خو د هغه په وینا دغه موافقه د ایران او ترکیې سره د قطر په اړیکو اغیز نه کوي.

ټاکل شوې چې قطر په ۲۰۲۲کې د فوټبال د نړیوال جام کوربتوب وکړي، پدې خاطر اماراتو ته د قطر د پروازونو بیرته پیل کیدل ډیر مهم ګڼل کیږي.

کویټ او د امریکا متحده ایالات د اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي چې د ګاونډیو عربي هیوادونو ترمنځ رامنځ ته شوی کړکیچ پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG