د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: خلیلزاد وايي طالبانو سره مذاکراتو کې پرمختګ نه دی شوی


ارګ وايي ښاغلي خلیلزاد له ولسمشر غني سره لیدلي دي
ارګ وايي ښاغلي خلیلزاد له ولسمشر غني سره لیدلي دي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې ولسشمر غني د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا له ځانګړي سلاکار سره لیدلي دي.

ارګ د شنبې په ورځ (فبروري۱) د دغه ملاقات په اړه اعلامیه خپره کړه. په اعلامیې کې د ښاغلي خلیلزاد له خولې لیکل شوي دي: "له طالبانو سره په خبرو کې کوم پام وړ پرمختګ نه دی شوی. هیله لرو چې یوې نتیجې ته ورسیږي."

په اعلامیې همدغه راز د ښاغلي خلیزاد په قول ویل شوي دي: "د یو عملي میکانیزم په اساس د اوربند او یا د تاوتریخوالي د پایداره کموالي په اړه چې ټولو افغانانو ته د منلو وي، د طالبانو ځواب ته منتظر یو."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو هم ویلي دي چې د "تاوتریخوالي د کمولو" په اړه د نظرونو د اختلاف له کبله له امریکا سره یې خبرې ځنډېدلې دي.

تر دې مخکې افغان حکومت ویلي وو چې د " تاوتریخوالي کمول" یوه ګونګه اصطلاح ده او په ټول افغانستان کې یې پر سرتاسري اوربند ټېنګار کړی و.

ښاغلي خلیلزاد افغانستان ته تر تګ وړاندې پاکستان ته تللی او هلته یې هم له چارواکو سره لیدلي او د افغانستان د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شوي وو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون به بین الافغاني مذاکراتو ته لار پرانیزي.

تر دې دمه د ارګ د اعلامیې او د طالبانو د ادعاو په اړه زلمي خلیلزاد او یا د هغه دفتر کومه څرګندونه نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG