د لاس رسي وړ اتصالات

د نوبل د کیمیا جایزه دریو کسانو ته ورکړل شوه

د کیمیا د جایزې ګټونکي د فرانسې، امریکا او هالینډ وکړي دي.
د کیمیا د جایزې ګټونکي د فرانسې، امریکا او هالینډ وکړي دي.

د نوبل د ورکړې اداري پلاوي د چهارشنبې په ورځ د کیمیا د برخې ګټونکي عالمان اعلان کړل.

دغو عالمانو ته د انسانیت د پاره د غوره کار په بدل کې کې د نوبل جایزه ورکړل شوه.

دغه عالمان، جین پریري سیوج، جیمز سوډریټ او برنیارډ فرینگي نومیږي چې د مولیکولر ماشین د جوړولو له کبله یې د نوبل جایزې وګټلې. دوی د فرانسې، امریکا او هالینډ وکړي دي.

د دوی اختراع شوی ماشین د انسان تر وېښتو ۱۰۰۰ برابره نری دی، چې د انرژۍ او نویو موادو د خوندي کولو په سیسټم کې به د لا نور پرمختګ لاره پرانیزي او د همدغه لوی ابتګار له کبله یې نړیواله جایزه هم وګټله.

د نوبلنړیواله جایزه په بېلابېلو برخو، لکه طب، ساینس، کیمیا، ادبیات او داسې نورو برخو کې مخکښو عالمانو او فعالانو ته ورکول کیږي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG