د لاس رسي وړ اتصالات

کوچیان خپله سراسري سرشمېرنه غواړي


ارشیق
ارشیق

د افغانستان د څلور دېرشو ولایتونو د کوچیانو استازو له افغان حکومت وغوښتل چې هر څه ژر دې د کوچیانو یوه سراسري سرشمېرنه وکړي، ترڅو د سرشمېرنې په اساس د دوی شته محرومیتونه لرې شي.

نن په کابل کې د ملي شورا د کوچیان استازو، د افغان حکومت ځینو چارواکو او له څلور دېرشو ولایتونو د کوچیانو استازو په یوه غونډه کې برخه اخېستې وه او د کوچیانو په ستونزو او د اواري په لارو چارو یې خبرې کولې، ددې غونډې په پای کې کوچیانو داسې پرېکړه لیک صادر کړ، چې مخامخ به یې افغان ولسمشر اشرف غني ته وسپاري.

د کوچیانو استازو وویل افغان حکومت دې دوی ته د اسکان غمه وخوري، او جامع پروګرام دې ورته طرحه او تطبیق کړي، دوی دا ډول غوښتل چې د کوچیانو غصب شوې ځمکه دې بېرته ورته ستنه کړای شي، او نیول شوي څاروي دې هم ور وګرځول شي.

په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازي محمد یوسف صابر وویل کوچیانو ته دې د ښوونې او روزنې زمینې برابرې شي او په بهرنیو بورسونو کې دې هم برخه ورکړل شي، ښاغلي صابر وویل ‪"‬په عامه چارو کې ونډه د هر افغان حق دی، په عامه اداره، پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت ادارو کې دې کوچي ځوانان ځای کړی شي.‪"‬

دا غونډه چې د یو ایس ای ډي د البا د پروګرام له خوا ترتیب شوې وه، د کوچیانو استازو وویل که د دوی غوښتنې و نه منل شي، سولیز حرکتونه به پیل کړي، په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازي مولوي تره خېل کوچي وویل‪"‬ که محترم رئيس صاحب جمهور زمونږ دا غوښتنې و نه منلې مونږ به مظاهرې وکړو، د ارګ په مخ کې به سولیزې مظاهرې وکړو او خپل حق به وغواړو.‪"‬

پدغه غونډه کې د کوچیانو ځینو استازو ویل چې دوی د سولې په راوستو کې ګټور دي، له طالبانو سره په روغه جوړه کې رول لوبولی شي او باید مجال ورکړل شي.

دا لومړی وار دی چې د کوچیانو د ستونزې د اواري لپاره کنفرانس دایریږي

XS
SM
MD
LG