د لاس رسي وړ اتصالات

نور احمد لکڼوال د IPL تر ټولو کمکی لوبغاړی



د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو څخه د ټیټ عمر د لوبډلې لوبغاړی نور احمد لکڼوال د لومړي ځل لپاره د هند د غوره لیګ (IPL) د سیالیو لپاره واخسیتل شو.

دا اولس کلن ورو توپ اچونکی افغان لوبغاړی د هند د غوره لیګ تر ټولو کمکی لوبغاړی دی.

هغه نن شنبه فبروري ۱۲ (سلواغې۲۳) په ۳۰ لکو هندي کلدارو د احمد آباد لوبډلې واخیست.

لکڼوال تر دې وړاندې د اسټرالیا ، سریلانکا او پاکستان په تجارتي سیالیو کې هم لوبې کړي.

دا لوبډله چې د آی پي ایل په سالیو کې یې دا لومړی ځل دی چې ګډون کوي، په سیالیو کې یې نوم (Gujrat Titans) دی.

د افغانستان بل ورو توپ اچونکی راشد خان هم پدې همدې لوبډلې کې دی او کپتاني یې هندی لوبغاړی هاردیک پانډیا کوي.

داسې ویل کیږي چې شاوخوا ۱۷ افغان لوبغاړو دا ځل د هند د غوره لیګ په سیالیو کې د برخې اخیستو لپاره خپل نومونه بولۍ ته ورکړي.

د بولۍ په لومړني رونډ کې چې نن شنبه وشوه د نور احمد پرته هیڅ بل افغان لوبغاړ ونه پلورل شو.

آن محمد نبي چې په پرله پسې توګه یې د حیدرآباد او مجیب الرحمان چې د حیدرآباد تر څنګ یې د پنجاب د لوبډلې لپاره لوبې کړي د بولۍ په لومړني پړاو کې ونه پلورل شو.

د بولۍ دویم رونډ سبا کیږي او معلومه به شي چې څومره افغان لوبډلې د سږ کال په سیالیو کې اخیستل کیږي.

پدې روانډ کې د هند د ملي لوبډلې لوبغاړی شریاس آیر په ۱.۶۲ ملیون ډالرو وپلور شو چې بل هیڅ لوبغاړی په دومره لوړه بیه ندی پلورل شو.

دا ځل د هند د غوره لیګ په سیالیو کې ۱۰ لوبډلې دي او ۶ سوه هندي او نړیوال لوبغاړي په بولۍ کې دي. دا د آی پي ایل پنځلسم پړاو دی چې ټاکل شوې د را روانې مارچ د میاشتې په وروستو ورځو کې پیل او د مې په میاشت کې پای ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG