د لاس رسي وړ اتصالات

آیا نور احمد لکڼوال د راشد ځای نیوی شي؟


نور احمد ۱۸ کلن دی او د راشد خان سره یو ځای د هند غوره لیګ په سیالیو کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې لپاره لوبه کوي.
نور احمد ۱۸ کلن دی او د راشد خان سره یو ځای د هند غوره لیګ په سیالیو کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې لپاره لوبه کوي.

د هند د غوره لیګ د کرکټ په سیالیو کې جمعه مې ۵ (غوایي۱۵) یو ځل بیا د ګجرات ټایټنز لوبډلې په خورا آسانۍ وکړی شو سیالې لوبډلې راجستان رایلز ته ماتې ورکړي.

پدې لوبډلې کې راشد خان او نور احمد لکڼوال لوبه کوي.

د جمعې ورځې په لوبې کې راشد خان په ۴ اورونو کې ۱۴ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول او نور احمد بیا په ۳ اورونو کې ۲ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی راشد خان شو.

د کرکټ مبصرین وایي چې نور احمد کیڼ لاسی راشد خان دی او په یوې لوبډلې کې شتون یې داسې معنی لري لکه دوه راشد خانه چې درسره وي.

ښایي د هند غوره لیګ سیالیو کې د ۱۸ کلن نور احمد لکڼوال د کامیابۍ غټ راز د راشد خان سره په یوې لوبډلې کې لوبیدل وي.

د لوبډلې کپتان هاردیک پانډیا هم وایي چې د نور احمد سمبالښت یې راشد خان ته پریښی ځکه " یو خو یې دواړه پښتانه دي او بل دا چې تر راشد پرته بل غوره څوک د دې کار لپاره نشته".

راشد خان هم وایي چې په پښتو ژبه د نور پوهول ورته آسان دي.

ښاغلي خان په یوې تیرې مرکې کې ویلي و چې نور احمد هر وخت پوښتنې کوي او غواړي لا پوه شي.

راشد خان ویلي و، " کله نا کله چې زه یوه یا دوه بجې په جیم کې یم، راته وایي راځه چې همدلته بال وکړو او هغه ما ته په جیم کې بالنګ کوي. هغه غوښتل بهتره شي او همدا چې فرصت ورته برابر شو، خپله وړتیا یې وښودله".

نور احمد تیر کال هم د هند غوره لیګ په سیالیو کې د ګجرات لوبډلې سره و خو د راشد خان په شتون کې ورته د لوبې کولو فرصت نه و ورکړل شوی.

په عین حال کې د ګجرات لوبډلې د روزونکي مرستیال آشیش کپور وایي په ۲۰۱۷ کال کې یې د لومړي ځل لپاره نور احمد ولید، او ډیرو لوبډلو ته یې ویلي و چې په لوبډلې کې یې واخلي خو د کم عمرۍ له کبله هغوي زړه نه و ښه کړی.

ښاغلی کپور زیاته کړه،" تیر کال د بولۍ پر وخت مې د لوبډلې روزونکي آشیش نهرا ته وویل، ته چې هر څوک غواړې وې ټاکه خو اجازه راکړه چې زه یو تن وټاکم او هغه نور دی".

د ګجرات لوبډلې نور احمد لکڼوال په ۳۰ لکه هندي کلدارو پیرلی.

د لوبډلې مرستیال روزونکی وایي چې د نور احمد په راتګ سره هغوي اوس کولی شي د راشد خان څلور اورونه د لوبې په هرې برخې کې وکاوري ځکه ډاډه دي چې "کیڼ لاسی راشد خان" ورسره شته دی.

کپور وایي چې د تیر کال په پرتله د نور احمد توپ اچونه، په ځانګړې توګه (لاین او لینت) معنی دا چي توپ د میدان په کومې برخې کې واچول شي، ډیر ښه شوی او همدا یې د کامیابۍ راز دی.

د نور احمد تر څنګ دا ځل د هند غوره لیګ په سیالیو کې د لومړي ځل لپاره ځوان توپ وهونکی رحمان الله ګربز او بل ځوان تیز توپ اچونکی نوین الحق هم برخه لري.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG