د لاس رسي وړ اتصالات

آیا ریښتیا هم شمالي کوریا کې کروناویروس نشته؟


د شمالي کوریا په مرکز پیونګ یانګ کې خلک له ماسکونو سره لیدل کیږي
د شمالي کوریا په مرکز پیونګ یانګ کې خلک له ماسکونو سره لیدل کیږي

په جنوبي کوریا کې میشت لوپوړي امریکایي جنرال ویلي چې د شمالي کوریا دغه ادعا چې وایي د کروناویروس حتی یوه پیښه هم پدې هیواد کې نشته د باور وړ نده.

په جنوبي کوریا کې میشت د امریکایي ځواکونو قوماندان رابرت ابرامز، امریکا غږ ته وویل چې د موجودو استخباراتي معلوماتو له مخې د شمالي کوریا د مقاماتو په ادعا باور نه کوي، خو هغه دا څرګنده نکړه چې په شمالي کوریا کې څومره خلک په کرونا اخته شوي دي.

سره له دې چې د کروناویروس تقریباً د نړۍ په ټولو هیوادونو کې خپور شوی، د شمالي کوریا مقامات ټینګار کوي چې پدې هیواد کې ددې ناروغۍ هیڅ پیښه نده رامنځ ته شوې.

د وبا ناروغیو په وړاندې د شمالي کوریا د بیړنۍ ادارې رئیس پاک میونگ سو، ویلي چې د کروناویروس د مخنیوي لپاره ددې هیواد هڅې "بشپړه بریالۍ" دي او د هغه په ادعا "تر اوسه حتی یو کس هم په شمالي کوریا کې په کروناویروس ندی اخته شوی".

شمالي کوریا ویلي چې د کروناویروس پر ضد مبارزه دې هیواد ته خورا مهمه ده او ددې هیواد مقاماتو د جنورۍ په وروستیو کې اعلان کړی و چې د چین سره یې خپلې ټولې پولې تړلي دي چې د کروناویروس د رامنځ ته کیدو ټاټوبی دی.

خو له چین سره د شمالي کوریا د پولو بشپړه تړل امکان لري ځکه دغه هیواد په رسمي او غیر رسمي توګه د چین سره تجارت او راکړې ورکړې ته اړتیا لري.

ښاغلي میونګ سو، وویل هر څوک چې د بهر نه شمالي کوریا ته داخلیږي معاینه او قرنطین کیږي. د هغه په وینا د بکسونو او کالیو په ګډون د مسافرو ټول لوازم دواپاشي او ضد عفوني کیږي.

خو ملګري ملتونه د شمالي کوریا روغتیایي زیربناوې کمزورې ګڼي او رپوټ ورکوي چې ددې هیواد د ۲۵ میلیونه نفوس شاوخوا نیمایي برخه اړ خلک دي او د نفوس ۴۱ فیصده یې پوره تغذیې ته لاس رسی نلري.

د کروناویروس د نشتون په اړه د شمالي کوریا د مقاماتو د انکار سربیره پیونگ یانگ د ملګرو ملتونو څخه د کروناویروس سره د مبارزې لپاره مرستې ترلاسه کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د شمالي کوریا سره یې د کروناویروس سره د مبارزې لپاره ۹۰۰ زره ډالره مالي مرسته کوي.

له دې سربیره روسیې دغه هیواد ته د فبرورۍ په میاشت کې د کروناویروس د تشخیص لپاره د شاوخوا ۱۵۰۰ ازمایشونو مرسته کړې ده.

د وروستیو معلوماتو له مخې د پنجشنبې تر سهاره په نړۍ کې څه دپاسه ۹۶۰ زره کسان په کرونا اخته شوي او څه دپاسه ۴۹ زره مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG