که څه هم په شمالي کوریا کې عام خلک د نړیوال انټرنیټ له کارولو څخه منع شوي، خو ځینې څېړونکي په دې باور دي چې په دغه هېواد کې د ځوان نسل ترمنځ یو خاموشه ډیجیټلي بدلون پیاوړی شوی دی.
په واشنګټن کې د سټیمسن څېړنیز مرکز په یو بحث کې دغو څېړونکو وویل چې نننۍ شمالي کوریا په بنسټیز ډول د بدلون په حال کې ده او ډیجیټلي پرمختګونو د نورې نړۍ په څېر ددغه هېواد پر ځوان نسل باندې هم اغېزه کړې ده.
دغه کارپوهان وايي، د کیم جونګ اون تر واکمنۍ لاندې، په شمالي کوریا کې ډیجیټلي پرمختګ چټک شوی. په داسې حال کې چې د شمالي کوریا عام وګړي د حکومت له لورې په کلکه کنټرولېدونکي داخلي انټرنیټ پورې محدود دي، خو بیا هم د انلاین سوداګرۍ، ډیجیټلي اسعارو او بریښنايي تادیاتو له اپلیکېشنونو څخه په پراخه کچه ګټه اخیستل کیږي.
تر ټولو ستر بدلون پخپله ټکنالوژي نه، بلکې د هغو ځوانانو فکر او لیدلوری بلل کیږي چې دا ټکنالوژي کاروي. په شمالي کوریا کې دغه نسل د «جانګمادانګ» یا د بازار د نسل په نوم یادېږي.
دغه ځوانان د ۱۹۹۰ لسیزې له سختې قحطۍ وروسته زیږېدلي او لوی شوي دي. د سټیمسن څېړنیز مرکز د بحث برخه والو وویل چې دغه ځوانان د بقا لپاره پر دولتي سیستم نه، بلکې پر بازار او خصوصي سکتور تکیه کړې ده. له دې سره، بهرنۍ رسنۍ او کلتوري توکي هم په پټه شمالي کوریا ته رسېدلي؛ د هالیووډ له فلمونو نیولې د جنوبي کوریا تر سریالونو پورې.
د شمالي کوریا د ځوانو مشرانو د شورا بنسټ اېښودونکی، هیونسونګ لي، چې له شمالي کوریا څخه تښتېدلی دی، له همدې ځوانانو څخه یو دی.
هغه وايي: «لومړنی هالیووډ فلم چې ما ولید، ټایټانیک و… د دوه زرمې لسیزې په لومړیو کې د جنوبي کوریا ډرامې شمالي کوریا ته راغلې، او د پیونګ یانګ خلکو به د دغو احساساتي ډرامو په لیدو ژړل.»
د بهرنۍ نړۍ همدغه لومړنۍ تجربې د رژیم د څو لسیزو تبلیغات تر پوښتنې لاندې راوستل او د شمالي کوریا د هغو ځوانانو وفاداري یې بدله کړه چې حکومت یې «د راتلونکې معماران» بولي.
د بشري حقونو فعال ګومهیوک کیم چې له شمالي کوریا څخه وتلی دی، وايي په دغه هېواد کې اوس ځوان نسل د حکومت په پرتله په خپلو کورنیو ډېر حساب کوي.
د شمالي کوریا د خلکو د ځواک ګوند دغه ویاند، وویل: «زموږ نسل دولت ته د وفادارۍ پرځای له خپلو کورنیو سره ډیر تړاو احساسوي... د بقا لپاره د کلونو مبارزې دې نسل ته ښودلې چې د رژیم پر ځای مارکیټ ته ژمن واوسي.»
د ځوان نسل د فکري بدلون په غبرګون کې، د پیونګ یانګ حکومت سخت اقدامات کړي او داسې قوانین یې نافذ کړي چې د بهرنیو رسنیزو توکو د وېش او حتی د جنوبي کوریا په لهجه د خبرو کولو په جرم خلک د کلونو لپاره زندان او د جبري کار کمپونو ته استوي، او ځینې وختونه یې په عام محضر کې اعدام کړي.
خو د دې ټولو خطرونو سره سره، د حقیقت د موندلو لپاره د ډیجیټلي نسل لېوالتیا لا هم ژوندۍ پاتې ده. د الینوی پوهنتون څېړونکې جي هیانګ کیم وایي، د بقا دغو تجربو د خلکو په منځ کې ځانګړی ګډ مقاومت رامنځته کړی دی.
د شیکاګو د الینوی پوهنتون څېړونکې، جي هیانګ کیم، وايي چې ډیرو خلکو له خپلو تجربو څخه زده کړه کړې ده.
هغې وویل: ««بازار په یوه غیررسمي ټولګي بدل شوی. خلکو د خپلو تجربو له لارې زده کړل چې بیې د عرضې او تقاضا له مخې بدلېږي، او دا چې د ژوند ورځنی واقعیت له ایډیالوژۍ سره توپیر لرلی شي.»
د سټیمسن څېړنیز مرکز په بحث کې څېړونکو د لوېدیځ پالیسي جوړوونکو ته خبرداری ورکړ چې که څه هم نړیواله پاملرنه تر ډېره د شمالي کوریا پر اټومي پروګرام او بندیزونو متمرکزه ده، خو د اوږدمهاله بدلون اصلي محرک ښايي د دې هېواد د ځوان نسل د خاموش او ډیجیټلي مقاومت ملاتړ وي.
فورم \ دبحث خونه